د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

بارک اوباما په کندز کې پر روغتون د بمبارۍ له امله بخښنه وغوښته


د امریکا ولسمشربارک اوباما د افغانستان له ولسمشر او د بې پولي ډاکټرانو د ټولنې له مشر سره په ټیلفون خبرې وکړې او په کندوز کې یې د بې پولي ډاکټرانو په روغتون باندې د شنبې د ورځې د هوایي برید له امله بخښنه وغوښته.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ تیره ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشراوباما اشرف غني ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به امریکا تر وسه-وسه هڅه کوي چې داسې پیښې رامنځته نه شي.

بارک اوباما بیا افغان ولسمشرته اطمینان ورکړ چې د ده له حکومت سره به له نژدې همکاري کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ زیاته کړه چې ولسمشراوباما تیره ورځ د بې پولي ډاکټرانو عمومي مشر جوانی لي ته هم زنګ وواهه او خپله خواخوږي یې څرګنده کړه.

د بې پولي ډاکټرانو ټولنې په کندز کې د دوی پر یوه روغتون د شوي برید د نړیوالو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د بې پولي ډاکټرانو د ټولنې اجرایي مشر جیسن کان په نیویارک کې خبرې غونډې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، د بشري حقونو د حقیقت موندنې نړېوال کمسیون دې په کندز کې پر روغتون د شوي هوایي برید د پيښې تحقیقات وکړي او په دې برخه کې د دوی ټولنه د امریکا، ناټو او افغان ځواکونو له لورې پر تحقیقاتو باور نه شي کولی:

((موږ له غړیو هېوادونو غوښتنه کړې چې یو کمیسیون د حقیقت د معلومولو لپاره جوړ کړي، څو په هغو ځایونو کې چې شخړې دي د روغتونونو له خوندیتوبه بیا ډاډه شو.

د کمسیون جوړول زموږ ترټولو غوره لاره ده، څو په خپلواکه توګه د کندز قضیه وڅیړي، ځکه چې دا کمیسیون په ځانګړي ډول له نړېوال قانونه د سرغړونې لپاره یوازینۍ مرجع ده.))

د دې کمیسیون په اړه بیا د بې پولي ډاکټرانو د کمیسیون اجرایي مشر وویل:

((له ۱۹۹۱ کال راهیسې دا کمیسیون شته خو له دې څخه تراوسه استفاده نه شوې. له ۷۶ غړیو هېوادو څخه یو باید د تحقیق کفالت په غاړه واخلي. حکومتونو تراوسه دا کمیسیون نه دی فعاله کړی. کمیسیون شته نو اوس یې وخت دی چې باید د دې هدف لپاره فعاله شي.))

د شنبې په ورځ د کندز په ښار کې د بې پولي ډاکترانو پر روغتون په بمباري کې دووه ویشت تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG