د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د فوټبال افغان ملي لوبډله به نن له سینګاپور سره سیالي وکړه


ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړېوال جام لوبو د غورواي په ترڅ کې له سینګاپور سره مسابقه وکړي.

دا لوبه به د سینګاپور په مرکزي لوبغالي کې په سیمه ییز وخت نن ماښام وشي.

افغانستان په E ګروپ کې د سینګاپور ترڅنګ له جاپان، سوریې او کمبودیا سره یوځای شوی دی.

د سینګاپور لوبډلې تراوسه درې لوبې کړې دي، یوه یې ګټلې، یوه یې مساوي کړې او یوه یې بایللې ده.

افغانستان هم په خپل ګروپ کې درې لوبې کړې دي چې یوه یې ګټلې او دوې یې بایللي دي.

XS
SM
MD
LG