د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

رشيد: پاکستان د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي


د پاکستان د اطلاعاتو وزير پرويز رشيد د افغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان د لاسوهنې تورونه رد کړي او ټينګار کوي چې پاکستان به هېڅکله خپله خاوره د ګاونډيو هېوادونو پرضد د ترورېزم لپاره کارېدو ته پرېنږدي.

نوموړي همدا رازله افغان دولته وغوښتل، چې د پاکستان په اړه راپورته شوې اندېښنې دې ورسره د رسنيو پرځاى له سفارتي او ډيپلوماتيکو چينلونو له لارې شريکي کړي، څو دغو اندېښنو ته ځواب وويل شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزيردا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

د افغان طالبانو له خوا د افغانستان د کندوز ولايت تر نيولو وروسته دا لومړى ځل دى، چې د پاکستان دولتي چارواکي په افغانستان کې د نه لاسوهنې خبره تکراروي او د کندوز د بريد په اړه خپل دريځ وړاندې کوي.

که څه هم افغان دولت ټينګار کوي، چې افغان طالبانو په افغانستان کې وروستي ترورېستي بريدونه په پاکستان کې پلان کړي ول او له دې هېواده غواړي، چې پر خپله خاوره دې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو مرکزونه منځۀ يوسي.

خو پرويز رشيد بيا دا تورونه ردوي او وايي، پاکستان نړېوالو او خپلو ګاونډيو هېوادونو ته بيا بيا ويلي، چې خپله خاوره به د نورو هېوادونو پرضد د ترورېستي بريدونو لپاره کارېدو ته پرېنږدي:

((موږ د نړۍ هر هېواد په ځانګړي توګه خپلو ګاونډيو هېوادونو ته بيا بيا دا باور ورکړى، چې پاکستان د ترورېزم او ترورېستانو د ځپلو او ختمولو لپاره هر ډول لازم ګامونه پورته کړي او په راتلونکي کې به هم له دې ډډۀ ونه کړي.

موږ به خپله خاوره د نه بل هېواد او نه هم د خپل ځان پرخلاف د ترورېزم لپاره کارېدو ته پرېنږدو.))

د پاکستان د اطلاعاتو وزير د افغان دولت د تورونو په ځواب کې په دې هېواد کې نه د لاسوهنې خبره ترهغې وروسته کړې، چې د پاکستاني پوځ وياند هم تېره ورځ د کندوز په بريد کې د پاکستان د امنيتي مقاماتو د لاس لرنې په تړاو د افغان رسنيو تورونه رد کړي ول.

پرويز رشيد همدا راز وويل، چې که چيرې افغان دولت د پاکستان په اړه کوم ملاحظات لري، نو دا هېواد يې اورېدو ته چمتو دى خو پر افغان دولت يې غږ وکړ، چې دا ملاحظات دې ورسره د رسنيو پرځاى له ډيپلوماتيکو لارې شريک کړي:

((زموږ له خوا په افغانستان کې هېڅ ډول لاسوهنه نه شوې ده او نه به وشي، ځکه چې هغه غاړه اوسېدونکي خلک زموږ وروڼه او خوېندې دي.

نو موږ دا تور په کلکه ردوو او ترهغې وروسته افغان دولت د مخکې په څېر وايم، چې موږ په ورين تندي د هغوى خبرو اورېدو ته تيار يو.

که چيرې کومه خبره وي، نوا افغان دولت دې د رسنيو پرځاى له سفارتي لارو موږ سره شريک کړي او پر موږ فرض ده، چې د هغوى خبرې واورو او په اړه يې ډاډ ورکړو.))

په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي د حکومت تر رامنځته کېدو وروسته د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړيکي د پخوا په پرتله ډېرې غوړېدلې وې او پاکستان د روان کال په جولايي کې د افغان دولت او طالبانو د استازيو ترمنځ د لومړۍ مخامخ ليدنې کتنې کوربه هم و.

خو د دواړو خواوو ترمنځ خپلمنځي اړيکي په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ترورېستي بريدونو د ډېرېدو له امله يو ځل بيا خړې شوي، چې په ترڅ کې يې پر يو بل د تورونو لګولو لړۍ هم تېزه شوې ده.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG