هند نه غواړي له يوه فرانسوي شرکت نه ٣٦ جنګي الوتکې رانيسي.
د هند اوسنى حکومت هڅه کوي د هند د کورني صنعت د ودې او داخلي توليداتو د خرڅلاو لپاره د هند ساخت الوتکې وکاروي.
د هند چارواکي وايي د دغه هېواد حکومت د پوځ هغه طرحه رد کړه چې په کې له يوه فرانسوي شرکت داسالت نه د ٣٦ جنګي الوتکو د رانيولو غوښتنه په کې شوې وه.
اوس د هند پوځ اړ دى چې د هند ساخت الوتکې چې له ٣٢ کلونو راهيسې يې د توليد هڅه کېږي رانيسي.
د هند د صدراعظم نريندرا مودي دا تصميم چې د کورنيو توليداتو د رانيولو او د هند د کورني صنعت د هڅونې په باب دى، نه يوازې د فرانسې د الوتکو جوړولو هغه شرکت ته يوه ضربه ده، بلکې هغو کسانو ته هم يو ګوزار دى چې هيله يې درلوده د هند پر هوايي ځواک د مليارډونو ډالرو په ارزښت خپل توليدات خرڅ کړي.
د هند حکومت په داسې حال کې په دغه هېواد کې د جوړو شويو الوتکو پر کارونې ټينګار کوي، چې د هند هوايي ځواک په ١٩٦٢م کال کې له چين سره تر جګړې وروسته کمزورى عملياتي ځواک لري او دې مسئلې د هند په پوځي کړيو کې اندېښنې پيدا کړې دي.
د نريندرا مودي حکومت تېر ميلادي کال د خپل کار له پيل وروسته په وار- وار ويلي چې عمده هدف يې د بهرنيو وسلو او تجهيزاتو د رانيولو مخنيوى دى، هند دا مهال په نړۍ کې د وسلو تر ټولو لوى واردوونکى هېواد دى.
د هند وايي ځواک له حکومت څخه غوښتل چې له فرانسوي شرکت داسالت نه د دغو ٣٦ جنګي الوتکو د رانيولو تر څنګ ٤٤ نورې رافايل ډوله الوتکې چې مودي يې روان کال پاريس ته د سفر پر مهال د رانيولو ژمنه کړې، رانيسي.
خو د هند د دفاع وزارت يوه چارواکي منوهار پاريکار د هند هوايي ځواک ته ويلي، د رافايل ډوله الوتکو د رانيولو لپاره کافي منابع نه شته او د هند هوايي ځواک بايد د هند ساخت تجاس يا ايل، سي، اې ډول الوتکې رانيسي.
دغه هندي چارواکي ويلي، دا مهال د هند هوايي ځواک جنګي الوتکو ته کمه اړتيا لري او د منابعو د کموالي له کبله تيجاس يا ايل، سي، اې ډوله الوتکې تر ټولو غوره انتخاب دى.
د دې چارواکي په خبره رافايل ډوله الوتکې ګرانې تمامېږي خو ايل، سي، اې ډوله الوتکې ارزانه دي.
د هند هوايي ځواک وايي د پاکستان او چين د ګواښونو په وړاندې د مبارزې لپاره ٤٥ جنګي الوتکو ته اړتيا لري.
د هند د پارلمان دفاعي کمېټې د اپرېل مياشتې په راپور کې د هند د هوايي ځواک د يوه چارواکي په حواله وويل، دا مهال هند ٣٥ جنګي الوتکې لري.