د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

ناټو په افغانستان کې امنيتي وضعیت څيړي


د ناټو سرمنشي وايي، په افغانستان کې امنيتي وضعیت څيړي او په دغه هېواد کې د نظامي قومندانانو څخه تازه معلومات ترلاسه کوي.

په همدې حال کې د جرمني د دفاع وزير ويلي چې په افغانستان کې د اوږد مهاله حضور لپاره به په دغه هېواد کې به ناټو ځواکونو ته اړتيا وي.

د ناټو عمومي منشي وايي، په افغانستان کې امنيتي وضعت څيړي او په دغه هېواد کې د ناټو ماموريت د غوڅ ملاتړ ماموريت په اړه خبرې کوي.

د ناټو عمومي منشي جينزستولتنبورګ دا خبره د دفاع وزيرانو په شمالي اتلانتيک شورا کې نن په بروکسل کې وکړه.

د ستولتنبورګ په وينا، دوی به په افغانستان او سوریه کې هم وضعيت ته پام کوي او له نظامي قومندانانو څخه به نوي معلومات تر لاسه کوو.

ده وويل چې په سوريه کې د روسيې نظامي حضور مخ پر زياتېدو دی او دا د اندېښنې وړ خبره ده.

ستولتنبرګ وويل چې دوی به په سوریه کې د روسیې نوي پرمختګونه څېړي او ناټو ايتلاف ته د هغه د تهديدونو جاج به اخلي.

د ده په وينا دا خبره اوس نوره هم د ارزښت وړده چې د روسیې له خوا په دې وروستيو کې د ناټو په هوايي حريم کې سرغړونې شوي دي.

ده وويل چې د افغانستان په اړه به موږ امنيتي وضعيت ته ځير يو او د غوڅ ملاتړ ماموريت د راتلونکي کاري لارې په اړه به هم خبرې کوو.

د جرمني د دفاع وزيرې ارسولا ون در ليېن د تيرې پنجشنبې په ورځ وويل چې ناټو ځواکونه ښايي په افغانستان کې تر زياتې مودې پاتې شي او هر پرېکړه به په دغه هېواد کې له امنيتي وضعيت سره تړاو لري:

((که افغانان زموږ ملاتړ ته تر اوږدې مودې اړتيا ولري، موږ بايد دا وګورو چې څنګه دا کار وکړو او ايا د اوږدې مودې لپاره بايد پاته شو که نه. مشروطه څېړنه تر ټولو مهمه برخه ده.))

د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د کندز د پيښې له کبله به ناټو په افغانستان کې خپل ماموريت پراخ کړي، د ناټو عمومي منشي جينز ستولتن بورګ وويل:

((موږ به په افغانستان کې وضعيت څارو او د نظامي سلاکارانو د مشورې له مخې به په دغه هېواد کې د ناټو د حضور په اړه پرېکړه کوو.

موږ به نه يوازې امنيتي وضعيت څېړو بلکه د افغان ملي امنيتي ځواکونو وړتياوې به هم څېړو.))

د دغو څېړنو پر بنسټ به موږ خپله پرېکړه کوو. موږ د غوڅ ملاتړ د ماموريت په اړه خپله اخري پرېکړه نه ده کړې او نه مو هم د دغه ماموريت د شمېر او يا هم جغرافيايي حضور په اړه کومه پرېکړه کړې ده. خو موږ به بې له شکه د افغانانو ملاتړ کوو.

د دوی ملاتړبه موږ د غوڅ ملاتړ د ماموریت له لارې هم کوو چې د سلا او روزنې غيرجنګي ماموريت دی او يا هم د يوې نوې شراکت له لارې به موږ د دوی ملاتړ کوو چې د ملکيانو په مشرۍ ماموريت به وي خو نظامي اړخ به هم ولري.

ده زیاته کړه چې يقيني خبره دا ده چې دوی به د افغانانو ملاتړ جاري ساتي خو دوی په دوامداره توګه څېړي چې په څه ډول دا ملاتړ کولای شي.

د افغان ملي امنيتي ځواکونو د روزنې او سلا مشورې ورکولو ماموريت به جاري وساتي او همدا راز له افغان امنيتي ځواکونو او ملي اردو سره به مالي مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG