د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

ځیني مدني ټولنې:د قومي ملیشو د جوړولو مخه دې ونیول شي


د همغږۍ او توانمندۍ او د افغانستان د ځوانانو ملي مجمعې په نامه مدني ټولنو، په هېواد کې روان جنګ، ایډیالوژیک جنګ وباله او تاکید یې وکړچې په هېواد کې دې د قومي ملیشو د جوړولو مخه ونیول شي.

د دې ټولنو غړو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په جلا جلا غونډو کې، د کندز پیښه وغندله او له حکومت او نړېوالې ټولنې یې وغوښتل چې د افغانستان د ناامني ختمولو او د ملکي خلکو خوندیتوب ته دې تدابیر ونیسي.

دوې دا هم وویل، حکومت دې د کندز د پیښې عاملین معلوم او مجازات دې کړي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG