د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

د پوهاند محمود سوما جنازه په خوست کې خاورو ته وسپارل شوه


نن د چارشنبې پر ورځ د افغانستان د لوړو زده کړو د پخواني وزیر پوهاند محمود سوما جنازه د خوست په متون کې د دوی په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

پوهاند محمود سوما د اکتوبر د میاشتې په ۱۶ مه د تېرې جمعې په ورځ د اطریش په ویانا ښار کې د ۷۸ کالو په عمر د ورپيښې ناروغی له کبله وفات شو.

نوموړي د بیروت په امریکايي پوهنتون کې د ماسټرا په کچه د ساینسي مضمون کیمیا په برخه کې لوړې زده کړې کړې وې او د افغانستان د ښوونیز نصاب د ټولو ټولګیو له پاره يې د کیمیا کتابونه لیکلي ول.

د محمود سوما د جنازې په مراسمو کې د خوست د لوړو زده کړو د موسسو او شیخ زاید پوهنتون استادانو، د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو غړو، او د سوما سلګونو نږدې خپلوانو او دوستانو برخه درلوده.

د جنازې په مراسمو کې پخواني والي فضل جان جهش د سوما لنډ ژوندلیک وړاندې کړ.

په ژوندلیک کې راغلي ول، چې محمود سوما د افغانستان یو پيژندل شوی علمي شخصیت، استاد او سیاستوال وو.

ده لسګونه علمي اثار، ښوونیز نصاب له پاره د کیمیا د برخې کتابونه، ګڼې علمي او څېړنیزې مقالې او په سیاسي ډګر کې يې د وروستۍ نیمې پیړۍ د مشاهداتو له مخې لس عنوانه بیلابیل سیاسي کتابونه تالیف کړي دي:

((سوما په افغانستان د روسانو د یرغل پر مهال بندي شو او لس کاله درې میاشتې يې د څرخي پله په زندان کې تېرې کړې، خو هر کله چې د روس پلوه حکومت د وروستي جمهور رئیس ډاکټر نجیب الله په حکم د امیني فریکسون له نورو کسانو سره یو ځای له بنده خوشی شو، نو بېرته د کابل پوهنتون د ساینس په پوهنځي کې يې د استاد په توګه دنده پیل کړه او د تنظیمي جګړو تر پیله په کابل کې وو.))

محمود سوما په افغانستان کې اوږده سیاسي سابقه درلوده او د ثور له تحول وروسته د لوړو زده کړو وزیر وټاکل شو.

په خوست کې د همکارۍ د شورا مشر سخي جان سرحدي مشال راډیو ته وویل، چې محمود سوما علمي شخصیت وو او د خپل کلي او سیمې وراخوا ټول هېواد ته يې په علمي ډګر کې ډېر خدمت کړی دی:

((ده د پوهنې وزارت په چوکاټ کې ښونیز نصاب له پاره د اووم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې د کیمیا کتابونه ولیکل، سوما صیب په خپل وخت کې د لوړو زده کړو وزیر هم وو او ټول هېواد ته يې نه هیریدونکې خدمتونه کړي دي.))

د سیاسي چارو کارپوه یوسف انتظار وايي، سوما نه یوازې علمي کس وو، بلکې مطرح سیاسي شخصیت هم وو او د هېواد د ابادۍ او د خپلو هېوادوالو د هوساینې له پاره يې مبارزه کوله.

زاهدشاه انګار چې د مرحوم سوما کلیوال دی، وايي سوما به هغه مهال چې استاد وو، په ځانګړي ډول د لوړو ټولګیو کلیوالو ځوانانو ته ساینسي مضامین تدریسول او هڅه يې داوه، چې کلیوال ځوانان يې ښه راتلونکې بیامومي.

دی د سوما یوه تر ټولو ښه ټولنیزه ځانګړتیا دا یاده کړه، چې د کلي مشرانو ته يې ډېر درناوی کاوه او کله چې لس کاله په زندان کې وو، په نوم نوم يې د هر مشر د حال او احوال پوښتنه کوله.

د سوما مشر زوی چې د پلار له جنازې سره د اطریش څخه راغلی وايي، پلار يې خپل هېواد، کور او کلي سره ډېره مینه درلوده او تر پایه يې د خپل هېواد د ابادۍ هیله او مینه کمه نه شوه.

د ده په وینا پلار يې ځوان نسل ته ډېره امیدواري درلوده او هیله يې داوه، چې ځوانان په هېوادنۍ روحیه سمبال شي.

یاده دې وي محمود سوما په کابل کې د کورنیو جګړو پر مهال پاکستان ته کډوال شو او درې کاله له خپلې کورنۍ سره یو ځای په پېښور کې اوسیده او وروسته له هغه ځایه اروپا ته ولاړ او له دوه لسیزو راهیسې د خپلې کورنۍ سره یو ځای په اطریش کې اوسیده او همالته د زړه او پښتورګو د ناروغیو له کبله يې د تیرې جمعې په ورځ د ۷۸ کلونو په عمر د تل له پاره له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG