د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

کارتر: واشنګټن به په سوریه کې خپل هوایې حملې زیاتې کړي


د امریکا دفاع وزیر وایي، واشنګټن به په راتلونکو اوونیو کې په سوریه کې خپل هوایې بریدونه ډېر کړي.

دفاع وزیر اشټون کارتر د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدمتونو په کمېټه کې په دې اړه توضیحات ورکړل.

د امریکا په مشرۍ ایتلاف له یوه کال راهیسې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې هوایي بریدونه پیل کړي دي، خو له دې سره-سره د جګړو په ډګر کې کوم توپیر نه‏دی راغلی.

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارتر د سنا مجلس د پوځي خدمتونو کمېټې ته ویلي چې دغه هېواد به د ایتلاف د اضافي الوتکو په کارولو سره په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې خپل هوایي بریدونه ډېر کړي.

د امریکا دفاع وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له څلورو ورځو راهیسې د داعش په وړاندې د ایتلاف ځواکونو هوایي بریدونه درېدلي دي.

کارتر وایي: " موږ په پام کې لرو د هوا له لارې خپل بریدونه ډیر کړو، البته د ایتلاف ځواکونو د الوتکو په کارولو سره به د داعش پر وړاندې هوایي بریدونه ډیر او زورور شي."

هغه زیاته کړه: " د معلوماتو په ښه کېدو سره به د داعش مهم اهداف چې د هغوی د مالي شبکې اصلي ستنه یعنې د نفتو شبکه هم پکې شامله ده، په نښه شي."

د امریکا دفاع وزیر داسې مهال د داعش په وړاندې د هوایې بریدونو د ډېرېدو خبره کوي چې په سوریه کې هم د حکومت او هم د ایراني قوتونو د ملاتړ په هدف د روسیې هوایې بریدونه دوام لري.

اشټون کارتر وایي، متحده ایالات غواړي د سوریې رقه ښار او د عراق رمادي ښار چې د اسلامي دولت ډلې مهم مرکزونه بلل کېږي په نښه کړي او تر فشار لاندې یې راولي.

کارټر ټینګار کوي چې په دې اقدام سره نه غواړي له روسیې سره همکاري وکړي او زیاتوي چې په سوریې او عراق کې به د امریکا عملیات د روسیې د هوایې بریدونو تر اغیزې لاندې رانه‎شي.

سربېره پر دې کارتر وایي، امریکا نه‎غواړي له دغو حملو سره له روسیې سره متحد شي ځکه د ده په خبره روسیه په حقیقت کې په سوریه کې د حکومت د مخالفینو ډلې په نښه کوي او دغه کار د سوریې کورنۍ جګړه لا ډېروي.

امریکایي الوتکو پرون هم په سوریه کې د داعش مرکزونه په نښه کړي دي.

په ورته وخت کې د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټي مشر جنرال جوزف ډانفورډ د سنا مجلس د پوځي خدمتونو کمېټې ته ویلي چې د استخباراتي معلوماتو له مخې شاوخوا دوه زره تنه ایراني سرتېري اوس مهال د سوري ځواکونو په لیکو کې له مخالفینو سره جنګیږي او د ده په خبره د عراق په جګړه کې هم څه باندې زر تنه ایراني سرتېري ښکېل دي.

ایران هم د روسیې په څیر د سوریې د حکومت ملاتړی هېواد دی. جنرال ډانفورډ وایې دی د داعش په وړاندې جګړه کې د عراقي ځواکونو ترڅنګ د امریکایې قوتونو د ځای پرځای کېدو وړاندیز ارزوي، خو په دې شرط چې دغه کار د ده په خبره د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې د ماتې امکانات ډېر کړي.

XS
SM
MD
LG