د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

روسیه په افغانستان کې کومو اهدافو ته رسیدل غواړي؟


په افغانستان کې د ناامنیو زیاتیدو ځیني سیمه ییز هېوادونه له هغې ډلې روسیه انديښمنه کړې چې دا ناامنۍ به دوی ته هم ګواښ پيښ کړي.

دغه هېواد اوس چمتو شوی چې له افغانستان سره پوځي مرستې وکړي او یا هم دا چې د افغان حکومت په غوښتنه د افغانستان په خاوره کې د وسله والو مرکزونه په نښه کړي.

د افغانستان په تړاو د روسي چارواکو وروستیو څرګندونو د بېلابېلو کړیو ترمنځ بېلابېل نظرونه رامنځ ته کړي دي.

یو نظر دا دی، چې د افغانستان په قضیه کې د روسیې د احتمالي ښکیلتیا یولامل په سیاسي او پوځي ډګرونو کې له لویدیځ سره د دغه هېواد پخوانۍ سیالي ده.

خو ځیني بیا په دې باور دي چې په ځانګړي توګه د افغانستان په شمال کې د ناامنیو وروستیو څپو دا هېواد اندښمن کړی چې دا ناامنۍ د منځنۍ اسیا له لارې د دغه هېواد تر پولو هم ور ورسیږي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون غړی عبدالقیوم سجادي له ازادي راډیو سره په مرکه کې دې ټکي ته هم اشاره کوي چې روسیې له پخوا هم دا لیوالتیا لرله څو په افغانستان کې خپلې نا بشپړې پروژې پای ته ورسوي:"روسیې له یوې مودې نه مخکې هم په افغانستان کې د غیر پوځي یا اقتصادي او فرهنګي او یاهم د خپلو ناتکمیلو پروژو په تړاو د حضور لیوالتیا درلوده."

ښاغلی سجادي وایې، که روسیه وغواړي د افغانستان په جګړې کې ښکیله شي نو دا به د افغانستان لپاره هم یو فرصت وي او هم کیدلای شي یو ګواښ و اوسي.

دی وایي، دا کارله یوې خوا د سیمې په کچه له تروریزم سره د مبارزې کرښې پیاوړي کوي او یا هم دا چې ناټو دې ته متوجې کوي چې د روسیې د نفوذ د مخنیوي لپاره په خپله د افغان ځواکونو اړتیاوي پوره کړي.

بله دا چې کیدای شي دا کار افغانستان یو وار بیا د نړېوالو قدرتونو د سیالیو په ډګر بدل کړي.هغه اندیښنه چې د چارو ځیني کارپوهان یې هم لري.

د پوځي چارو کارپوه جنرال باري عارض اوسنی وضعیت د اندیښنې وړبولي او وایې چې په افغانستان کې د داعش راپیدا کیدو روسیه اړکړله څو د مقابلې لپاره یې لاس په کار شي:"​زه فکر کووم د افغانستان لپاره د داعش نوم اوس ډیر حساس دی.

فکر کووم په افغانستان کې یوه نیابتي جګړه چې هغه د هند او پاکستان ده پای ته رسیږي او بله نیابتي جګړه د پیلیدو په حال کې ده چې خدای مکړه هغه به د امریکا او روسیې ترمنځ وي او ډګر به یې هم افغانستان وي."

خو پوښتنه دا ده چې ایا په افغانستان کې عام ولس د دې پلوي کوي چې په اوسنی بې ثباته وضعیت کې له روسیې مرسته وغوښتل شي؟

ښاغلي عارض وایي، نه یواځې خلک بلکې ان هغه کړۍ چې د شوروي اتحاد په وخت کې له روسیې سره جنګیدلي اوس له دغه هېواده د پوځي مرستو غوښتنه کوي.

یو شمېر نورکارپوهان بیا په افغانستان کې د سترو قدرتونو لکه د امریکا په مشرۍ د ناټو او روسیې ترمنځ د نیابتي جګړې مساله نا ممکنه بولي.

د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي ازادي ازادي راډيو ته وویل چې امریکا له افغان حکومت سره د یوې ستراتیژۍ او تړون له مخې مرسته کوي چې دا به په افغانستان کې د روسیې د مداخلې مخه ونیسي:"کومه مرسته چې د امریکا متحده ایالت یې کوي، هغه د شیکاګو د کنفرانس پراساس دی. ډیرې روښانه کرښې دي چې هلته نه روسیه داخلیدلای شي او نه هم باید دا کار وکړي.

دا یو ستراتیژیکه مرسته ده چې د نیابتي جګړې مخنیوی به وکړي."

په وروستیو کې په افغاستان کې له تروریزم سره د مقابلې لپاره د روسیې د احتمالي ښکیلتیا بحث د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو کړیو ترمنځ تود شوی دی.

خو د افغانستان په قضیه کې د روسیې د دې احتمالي ښکیلتیا لامل څه دی؟

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپورله مخې د روسیې د فدرالي استخباراتو د ادارې رییس الکساندر بورتنیکوف ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو او اسلامي دولت ډلې د غړیو را غونډیدو د دغه هېواد پر شمالي ګاونډيو چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي دي، د حملې خطر زیات کړی دی.

شاوخوا دوې اونۍ مخکې د روسیې د دفاع مرستیال وزیر اناتولي انتونوف هم د چین په مرکز بیجنګ کې د وینا پرمهال له افغانستانه د منځنۍ اسیا هېوادونو او چین ته د ورپیښیدونکي خطر په اړه خبرداری ورکړی و.

نوموړي وویل، چې ایا کابل به د نړېوالو ځواکونو د نه شتون په صورت کې په یواځې سر وکړای شي له وسله والو ډلو سره په خپله خاوره کې مقابله وکړي:"ښایې د افغانستان خاوره د اسلامي دولت ډلې د اورپکو له خوا د منځنۍ اسیا د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو او د چین اویغور میشته سینکیانګ لورته د لاپراختیا په هدف کار واخیستل شي.

په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي، دا پوښتنه پرځای پاته ده چې ایا کابل به له دغو ګواښونو سره په یوازې سر د مقابلې توان ولري؟"

خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور له دوام سره-سره د کابل له‎خوا له روسیې د پوځي مرستې غوښتنه د پام وړ ده.

د افغانستان جمهوري ریاست په وروستیو کې اعلان وکړچې د هوایې ځواک او درنو وسلو په برخه کې د روسیې هغو مرستو ته سترګې په لار دی چې دغه هېواد له افغانستان سره ژمنه کړې وه.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفرهاشمي ازادي راډيو ته په دې اړه وویل:"افغانستان یو خپلواک هېواد دی او له نورو هېوادونو سره د اړیکو جوړولو عام او تام صلاحیت لري.

هغه امنیتي تړون چې موږ له امریکا سره کړی؛ د داسې هڅو مانع نه ګرځي زموږ هیله دا ده چې دا مرستې په افغان ځواکونو ښه اغیز لرلای شي د دوی په لاس کې ډير تجهیزات کولای شي ځواکونه د ترهګرۍ په وړاندې جنګ کې پیاوړي کړي."

د دې ترڅنګ د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د افغانستان یوه پارلماني پلاوي هم په وروستیو کې دغه هېواد ته سفرونه درلودل څو له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د روسیې مرستې راجلب کړي.

کارپوهان که څه هم په افغانستان کې د تروریزم د مقابلې لپاره د سیمه ییزې اجماع رابلل مهم بولي خو سپارښتنه کوي چې که افغان حکومت روان وضعیت سم مدیریت نه کړي نو دا هېواد به یو وار بیا د سترو قدرتونو د نیابتي جګړو شاهد و اوسي.

XS
SM
MD
LG