د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت به له سندرغاړې وږمې سره مرسته وکړي


په خيبر پښتونخوا کې د افغان قونسلګرۍ ډيپلوماتان وايي؛ د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پام کې لري چې په نږدې ورځو کې د پښتو ژبې له رنځورې سندرغاړې وږمې سره د هغې د درملنې لپاره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې وږمه له تېرې څه مودې راهيسې د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله د پېښور په يوه دولتي روغتون ليډي ريډنګ کې د رنځ پر بستر پرته ده او درملنه يې روانه ده.

وږمه چې له آره د خيبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکې ده؛ شاوخوا ٢٨ کاله مخکې د پښتو موسيقۍ ډګر ته راوتې او د خپل زړه راکښونکي و دردوونکي غږ له امله يې د هنر ډګر ته تر راوتو وروسته په ډېر لږ وخت کې په لرې او برې پښتونخوا کې زرګونه مینه‎وال پيدا کړي.

په مرکز پېښور په خيبر پښتونخوا کې د افغان قونسلګرۍ يوه پلاوي چې تېره ورځ د وږمې پوښتنې ته ورغلی وو؛ له هغې سره یې د يوې اندازې مرستې ژمنه وکړه.

د پېښور په افغان قونسلګرۍ کې د افغانستان د کلتوري خونې مسوول عبدالباقي صديقي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: " که څه هم مخکې موږ غوښتل چې د وږمې بي بي پوښتنې ته راشو؛ خو د زلزلې وروسته ځینې خبرې پيدا شوې چې دا موضوع يې وروسته کړه. بيا زموږ مشر عبدالباري جهاني چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دى؛ هغه ماته وويل چې ته به ورځې؛ پوښتنه به يې کوې او دا وعدې به ورکوې چې موږ به په راتلونکو څو ورځو کې ځينې لازمې مرستې چې ورته په نظر کې نيول شوې دي؛ ورته به ورکړل شي او په علاج کې به يې ولګول شي."

په پېښور کې افغان وکيل التجار ډاکټر ميرويس يوسفزى بيا د افغانستان او خيبر پښتونخوا پر حکومتونو غږ کوي چې د پښتنو هنرمندانو د لاسنوي لپاره دې له هغوى سره د اړتيا پر مهال لازمې مرستې وکړي.

هغه وویل: " په دغسې حالتونو کې دواړه لر و بر پښتنو ته؛ خصوصاً دواړو حکومتونو ته پکار ده چې د دغسې هنرمندانو چې د پښتو ژبې لپاره يې ډېر زيات خدمتونه کړي؛ د هغوى پوښتنه وشي او مالي مرسته ورسره وشي."

د وږمې خاوند لياقت خان له ازدي راډيو سره په خبرو کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه مننه وکړه او ويې ويل چې تر دې دمه ورسره د خيبر پښتونخوا ايالتي چارواکو د مرستو په لړ کې يواځې ژمنې کړې دي او بس.

هه زیاته کړه: " زه ډېر مشکور يم چې دوى راغلل او موږ ته يې دومره عزت راکړ. زما دا دعا ده چې په افغانستان کې دې الله رب العزت د خپل عزت، د خپل جاه و جلال له خاطره امن راولي، افغانستان زما د بابا وطن دى. زه هيله لرم چې لکه څنګه دوى نن راغلل او زما د وږمې پوښتنه يې په هسپتال کې وکړه؛ نو په نورو موقعو به هم زموږ تپوس کوي."

د يادونې وړ ده، چې سندرغاړې وږمې څو ورځې وړاندې له ازادي راډيو سره په مرکه کې ويلي وو، چې د ناروغۍ پر مهال يې له يو څو سندرغاړو پرته چا پوښتنه نه‎ده کړې او د کورنۍ غړو يې بيا د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو او کلتور له وزارته شکايت کاوه، چې لا يې هم د وږمې د درملنې لپاره اعلان شوې مرسته نه‎ده ورکړې.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG