د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

علومي په استیضاحیه غونډه کې د ولسي جرګې قناعت تر لاسه کړ


که څه هم داسې ویل کېدل چې په هېواد کې د وروستیو امنیتي پېښو له امله به د کورنیو چارو د وزیر استیضاح د هغه د سلب صلاحیت سبب وګرځي؛ خو هغه تر دې ازموینې بریالی راووت.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د هېواد د روان امنیتي وضعیت او د وسله والو طالبانو له خوا د ځینو سیمو د سقوط له امله د دوشنبي په ورځ د ولسي جرګې له خوا استیضاح شو.

په هېواد کې د امنیتي پېښو د زیاتېدو پر لاملونو او د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې د ښاغلي علومي خبرو د ولسي جرګې د غړو قناعت ترلاسه کړ.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د کورنیو چارو د وزیر له خوا وړاندې شوي ځوابونه رايې اچونې ته وړاندې کړل چې د اکثرو وکیلانو د قناعت یې خپل او په اړه یې زرغون کارتونه پورته کړل.

ابراهیمي وویل: "په ټوله کې ۱۵۱ تنه حاضر وو؛ ۳۸ تنو یې سره کارتونه پورته کړل؛ بنا‌ءً د کورنیو چارو د وزیر څرګندونو د اکثرو وکیلانو قناعت حاصل کړ."

د کورنیو چارو د وزیر د استیضاح په اړه راټولې شوې پوښتنې د پنځو تنو ټاکل شوو وکیلانو له خوا وړاندې شوې چې تر ډېره د پولیسو په لیکو کې پر نه همږغۍ؛ د پولیسو لپاره د جنګي وسایلو او تجهیزاتو کمښت؛ پر ګمارونو او پر سلیقوي لري کولو باندې متمرکزې وې.

د ولسي جرګې یو غړې "عزیزه جلیس" په هېواد کې د امنیتي پېښو زیاتوالی د افغان امنیتي ځواکونو ضعف وباله:

دې زیاته کړه: "له کوم وخت څخه چې تاسو راغلي یاست؛ د سرپل د کوهستاناتو ولسوالۍ تر دوو سو زیات مرکزي کلي وسله والو طالبانو نیولي دي او د سرپل او جوزجان ترمنځ لویه لاره یوه له هغو لاروڅخه ده چې هر ورځ د مرګ ژوبلي خبرونه ور څخه ور کول کیږي."

د افغانستان ولسي جرګه په داسې حال کې د کورنیو چارو وزیر استیضاح کوي چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو حملو او د ځینو سیمو سقوط د خلکو اندېښنې راپورته کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر تر دې وړاندې د کندز، بدخشان، سرپل او هلمند ولایتونو د امنتیي وضعیت او په کورنیو چارو وزارت کې د ځینو مقرریو په اړه د ولسي جرګې له خوا استجواب شوی و.

د کورنیو چارو وزیر په ځینو امنیتي سکتورونو کې د یو لړ ستونزو تر تایید وروسته یو ځل بیا د افغان سرتېرو پر پوځي تجهیزاتو ټینګار وکړ.

ښاغلي علومي وویل چې د وسله والو طالبانو څخه بهرنی ملاتړ زیات شوی او افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو سره د مبارزي په برخه کې د نړېوالې ټولنې جدي ملاتړ ته اړتیا لري.

"موږ اوس هم ناتوانیانې لرو تر اوسه هوايي قوا او درنې وسلې نه لرو؛ باور وکئ، څلور دېرش ولایتون زموږ څخه هر ورځ درنه سلاح غواړي.

د وسله والو طالبانو څخه بهرنی ملاتړ لکه څنګه چې مخکې وو زیات شوی دی کم شوی نه دی؛ وسله والو ته یې دا ویلي چې هلې نړېوال ځواکونه له افغانستان څخه ووتل د ملي وحدت حکومت رامنځته شوو باید د ملي وحدت حکومت هم کمزوری او د سوال سره مخامخ کړی؛ له دوی سره چې مخکې کوم بهرنی ملاتړ و؛ اوس هم په هغه شان ادامه لري."

د ولسي جرګې یوشمېر غړي بیا وایي چې د کورنیو چارو د وزیر استیضاح د ملي ګټو په اساس نه وه او یوشمېر وکیلانو په کې خپل اهداف درلودل.

د دې وکیلانو له ډلې عبدالرحیم ایوبي ازادي راډیو ته وویل چې دی د نورو وکیلانو له خوا هڅول کېده چې د کورنیو چارو وزیر سلب صلاحیت کېدو خوا ته بوځي.

پخواني معلومات:

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي نن د ولسي جرګې په استیضاحیه غونډه کې د دې جرګې د غړیو قناعت تر لاسه کړ.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي وویل: "د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر څرګندونې په اکثرو رایو د قناعت وړ وبلل شوې."
ښاغلی علومي نن د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته بلل شوی و چې له هر اړخیزو څرګندونو وروسته یې وکړای شول د ولسي جرګې غړو اکثریت مثبت رایې په علني توګه تر لاسه کړي.

ولسي جرګې ویلي و چې د کورنیو چارو وزیر یې د وروستیو نا امنیو په خاطر استیضاح کړی؛ څو د خلکو د استازیو اندیښنې ځواب کړي.

پخواني معلومات:

ولسي جرګه وايي نن یې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي استیضاح کړی دی.

د دې جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د نن ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې د افغانستان د روان امنیتي وضعیت او د ولسي جرګې د غړیو د اندیښنو په خاطر د کورنیو چارو وزیر استیضاح شوی دی.

که څه هم له دې مخکې ولسي جرګې څو واره د کورنیو چارو د وزیر استیضاح مطرح کړې وه؛ خو دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان د نوې کابینې یو وزیر استیضاح کیږي.

XS
SM
MD
LG