د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

حسرتیار: طالبانو د ۷ تنو هزاره افغانانو سر پرې کوونکي اعدام کړل


نن سهار د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د اختر محمد منصور پورې اړوند وسله‎والو هغه ۸ وسله‎وال کسان اعدام کړي چې تېره ورځ يې له ۷ تنو افغانانو څخه سرونه پرې کړي وو.

ویل کېږي چې دغه اعدام شوي کسان د داعش وسله‎والو سره تړاو لري.

د زابل د ارغنداب ولسوال مهمند حسرتيار وايي؛ تېره شپه شپږ بجې د اکرم په نوم د داعش يو قوماندان له خپلو ملګرو سره د اختر محمد منصور له ډلې سره يو ځای شو.

د حسرتيار په خبره، د اکرم په ډله کې هغه ۸ تنه وسله‎وال شامل وو چې تېره ورځ يې له ۷ تنو هزاره افغانانو څخه سرونه پرې کړي وو.

هغه زیاتوي د اختر محمد منصور ډلې دغه ۸ کسه نن سهار اته بجې د ارغنداب ولسوالۍ د "ښولاند" په سيمه کې اعدام کړي دي.

دغه راز ښاغلي حسرتیار څرګنده کړه؛ د ارغنداب ولسوالۍ ځينې سيمې چې مخکې د داعش تر ګنټرول لاندې وې؛ اوس د اختر محمد منصور ډلې نيولې دي.

د راپورونو پر بنسټ د داعش ډلې له‎خوا اووه تنه وژل شوي؛ افغانان چې ۴۰ ورځې مخکې په غزني ولایت کې تښتول شوي وو؛ مړي یې تېره ورځ په زابل کې د پولیسو له‎خوا وموندل شول.

چارواکي وايي چې په دغو وژل شویو کسانو کې درې ښځې او څلور نارینه شامل دي چې په ډېرې بې رحمۍ سره وژل شوي وو.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG