د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

عبدالله: په افغانستان کې د حزب التحریر ډله پراخ فعالیتونه لري


د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې د حزب التحریر ډله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو غیر رسمي یا ملکي څانګه ده چې افغان ځوانان ترهګریزو فعالیتونو ته هڅوي.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې رسنیو ته وکړې.

ښاغلی عبدالله عبدالله زیاتوي، که څه هم د حزب التحریر فعالیتونه د افغان امنیتي ځواکونو له سترګو پټ نه وو، خو د دې حزب د فعالیتونو د مخنیوي لپاره په هېواد کې کوم اقدام نه دی شوی.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا له غونډې مخکې رسنیو ته وویل چې دغه ګوند د ترهګرو ډلو غیر رسمي یا ملکي څانګه ده چې د افغانستان په ټولنه او اکاډیمیکو ځایونو کې خلک او ځوانان ترهګریزو فعالیتونو ته هڅوي.

ښاغلي عبدالله وړاندې وویل:

"په حقیقت کې دغه حزب د ترهګرو ډلو غیر رسمي یا ملکي څانګه ده چې خلک او ځوان نسل ترهګریزو فعالیتونو ته هڅوي، دغه فعالیتونه په پراخ ډول شوي خو زموږ د امنیتي ارګانونو له سترګو پټ نه دي پاتې شوي، کومه لازمه توجه چې باید په دې برخه کې شوی وی نه ده شوې."

د عدلېې وزارت مرستیال سید محمد هاشمي هم ازادي راډيو ته وویل چې حزب التحریر ګوند له دوی سره ثبت نه دی او نه یې هم د ثبت غوښتنه کړې ده.

د حزب التحریر ګوند له دې وړاندې افغانستان یو اشغال شوی هېواد بللی او د بهرنیانو په وړاندې یې د طالبانو جګړه د اشغال په وړاندې دفاع ګڼلې ده.

د التحریر ګوند په ۱۹۵۳ کال کې د یوه روحاني فلسطیني شیخ تقي الدین له خوا جوړ شوی او په افغانستان کې یې د طالبانو له سقوط وروسته فعالیتونه پیل شول.

د افغانستان اجرائیه رئیس په داسې حال کې په علمي ساحو کې د دې ګوند د نفوذ خبره کوي چې څو ورځې مخکې د ننګرهار پوهنتون ۲۷ محصلان د ترهګرو ډلو سره د اړیکو په تور د افغانستان د ملي امنیت د ریاست له خوا ونیول شول.

دغه شان شاوخوا یو نیم میاشت مخکې د افغانستان د څېړنو او ارزونې واحد بنسټ وویل، داسې شواهد موجود دي چې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي د یو شمېر وېره اچونکو ډلو له خوا جذبېږي چې په کار ده افغان امنیتي ارګانونه یې مخنیوی وکړي.

خو په تېره کې د افغانستان ملي امنیت ریاست ویلي وو چې د حزب التحریر ډلې پټ فعالیتونه تر څارنې لاندې دي او کله چې د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو له خوا دوی ته هدایت ورکړل شي د ملي امنیت ریاست به یې مخنیوی وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت یو لوړ پوړی چارواکی د حزب التحریر ګوند د پراخو فعالیتونو په اړه کوم چې یوه ترهګریزه څانګه بلل شوې په وضاحت سره څرګندونې کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون تېرو تجربو ته په پام سره د حکومت له خوا د دا شان ګوندونو د فعالیت په وړاندې د ژر تر ژره اقدام غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی صالح محمد صالح وايي:

"هر هغه جوړښتونه چې هغه د افغانستان د اوسني نظام په خلاف وي که هغه ګوندونه وي یا که هغه نور تحریکونه وي زه فکر کوم چې دا د حکومت وظیفه ده چې د دې پر ځای په وزیرانو شورا کې بیان ورکړي باید اقدام وکړي او دا د دوی مسوولیت دی، د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې چې د دا شان تحریکونو مخه نه ده نیول شوې عواقب یې ډېر غلط راوتلي دي."

د یادونې ده چې تر دې دمخه دا شان راپورونه هم موجود وو چې په افغانستان کې دننه یو شمېر ګوندونه په ښکاره ډول په دغه هېواد کې د نورو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو ګټو ته کار کوي او ویل کېږي چې ډېری همدا ګوندنه د همدغه هېوادونو له خوا تمویلېږي.

XS
SM
MD
LG