د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

د افغانستان بانک د افغانیو د ثبات لپاره بازار ته د ډالرو عرضې ته دوام ورکوي


د افغانستان بانک وايي، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د بیو د ثابت ساتلو او کنټرول په خاطر یې بازارونو ته د ډالرو عرضه کول زیات کړي دي.

د دې بانک مشر خلیل صدیق د افغانیو په وړاندې د ډالرو د بیې لوړېدل یو طبیعي امر وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې افغانۍ د نورو هېوادونو د اسعارو په پرتله په ښه وضعیت کې ده.

د افغانیو بیه د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه ډالر په وړاندې د تېرو کلونو په پرتله تر ټولو ښکته کچې ته راغلې، خو د افغانستان بانک مسوولین د افغانیو د بیې د ثابت ساتلو ډاډ ورکوي.

د دې بانک رییس خلیل صدیق د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ډالرو په وړاندې د بهرنیو اسعارو د بیو د لوړېدو ترڅنګ افغانۍ هم په تېر یوه کال کې د ډالر په وړاندې ۱۵ فیصده خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

ښاغلی صدیق وايي، په بازارونو کې به په دوامداره توګه مداخله وکړي، څو د ډالر په وړاندې د افغانیو له ټیټېدو څخه مخنیوی وشي.

ښاغلي صدیق زیاته کړه:

"اوس موږ یو پروګرام لرو چې په اوونۍ کې درې ځلې لیلام کوو، شنبې، دوشنبې او د چهارشنبې په ورځ، نو د شنبې په ورځ موږ ۳۷ میلیونه، له پالیسۍ سره-سم نن چې دوشنبه ده ۳۰ میلیونه هر ورځ چې ایجاد وکړي په هغه اندازه به موږ په بازار کې مداخله کوو چې زه یې حد تر اوسه نه شم تعین کولای، خو طبېعي ده چې زموږ د لیلام پروسه به دوام ولري، داسې کوم تصمیم نه شته چې دا پروسه به ختمه شي."

د افغانستان بانک رییس وايي، ناامنۍ او د بهرنیو سرتېرو وتل د دې سبب شوی چې د هېواد اقتصاد نزول وکړي او په دې سره افغانۍ د بهرنیو اسعارو په ځانګړي توګه د ډالرو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

هغه د اسعارو په وړاندې د ډالرو د بیې لوړېدل یو طبیعي امر وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې افغانۍ د نورو هېوادونو د اسعارو په پرتله په ښه وضعیت کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ورځ تر بلې په بازارونو کې د افغانیو د بیو رالوېدو خلک اندېښمن کړي او وايي چې دې کار په بازارونو کې د لومړنیو موادو په بیو هم اغېز کړې ده.

په ورته وخت کې د کابل په شهزاده سرای کې د صرافانو د ټولنې مسوولان وايي چې په بازارونو کې د مرکزي بانک مداخله به مثبته اغېزه واچوي او په دې سره به د افغانیو بیې لوړې شي.

د دې اتحادیې ویاند حاجي ځیرک له رسنیو سره په خبرو کې په بازارونو کې د افغانستان بانک مداخلې او د افغانیو د ټیټې بیې څخه د مخنیوي په اړه داسې وویل:

"د افغانستان بانک د مداخلې په اساس په بازار کې د امریکايي ډالرو په بیه کې توپیر راغلی، پخوا یو امریکايي ډالر ۶۸ افغانۍ اتیا پوله تبادله کېده، خو اوس یو امریکايي ډالر ۶۶ افغانۍ ۲۰ پوله باندې تبادله کېږي چې نږدې دوه افغانۍ شل پوله تفاوت دی او افغانۍ بېرته خپل ارزښت زیات کړی دی."

له بل پلوه د افغانستان بانک مسوولین هیله څرګندوي چې راتلونکی کال به د هغو اقتصادي پروګرامونو په عملي کېدو سره چې حکومت په پام کې نیولي، د افغانیو ارزښت لوړ شي.

د افغانستان بانک رییس په هېواد کې موجود مالي او پولي پالیسي هم د ډاډ وړ وبلله او زیاته یې کړه چې یادې پالیسۍ په دې وروستیو کې د پیسو نړیوال صندوق یا ( آی، ام، اف) له خوا هم تایید شوي دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG