د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۱

پوتین د ایران له ستر مذهبي مشر سره د سوریې پر کړکېچ خبرې وکړې


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د ایران له ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي سره د سوریې د کړکېچ په ګډون، پر یو شمېر مهمو نړېوالو مسئلو خبرې وکړې. دواړو خواوو نن په سوریه کې پر روان بشري بحران خبرې وکړې.

ولسمشر پوتین نن د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره هم په خبرو کې د سوریې پر حالاتو تمرکز وکړ. دا په روان ۲۰۱۵ کال کې دریم ځل دی چې ولسمشر پوتین د ایران له جمهور رئیس حسن روحاني سره ګوري.

خامنه یي او پوتین، نن په داسې حال کې خبرې کړي چې نړېوال د سوریې د بحران د حل هڅې کوي.

ایران او روسیه په سوریه کې د بشار اسد د رژیم له عمده ملاتړ کوونکو دي.

روسیې په مکرر ډول پر سوریه د نړېوالو بندیزونو مخنیوی کړی او د سپټمبر په ۳۰ یي په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو پر ضد هوايي عملیات پيل کړل.

ایران هم د بشار اسد د رژیم د ملاتړ لپاره سوریې ته پوځي سلاکاران استولي دي. په ورته وخت کې جان کري د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د سوریې پر حالاتو خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله، جان کري د ابوظبي ولیعهد شیخ محمد بن زید ال نهان او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر به په سوریه کې د بشار اسد د رژیم د مخالفو ډلو پر متحدولو خبرې وکړي، څو راتلونکې میاشت د سوریې د حالاتو په اړه په نړېوال کنفرانس کې ګډون وکړي.

سعودي عربستان به د دې کنفرانس کوربه وي.

سعودي عربستان، ایران، ترکیې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پینځو دایمي غړو د روانې میاشتې په پيل کې، په ویانا کې سره وکتل او موافقه یې وکړه چې د بشار اسد رژیم او مخالفې ډلې يې خبرو ته کېني.

د اسد د رژیم په اپوزېسیون کې مخالفتونه د سوریې د لانجې د حل ډېپلوماتیکو هڅو ته یو اساسي خنډ ګڼل کېږي.

د خلیج یو شمېر هېوادونه او غرب په سوریه کې د بشار اسد د رژیم د مخالفینو ملاتړ کوي.

د سعودي عربستان په ګډون یو شمېر سني، عربي هېوادونه له ډېرې مودې راهیسې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم پر ضد، د اپوزېسیون ملاتړ کوي او غواړي چې بشار اسد له واکه لیرې شي.

د سوریې ملي ایتلاف ډله چې د بشار اسد د رژیم په اپوزېسیون کې شامله ده او له ترکیې فعالیت کوي، هغه ملیشه اداره کوي چې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم پر ضد جنګېږي، خو تر یوه چتر لاندې نه دي راغونډ شوي.

په سوریه کې روانه جګړه په ۲۰۱۱ میلادي کال کې پيل شوې چې تر اوسه لږ تر لږه دوه نیم لکه کسان په کې وژل شوي او د دې هېواد تر نیمايي زیات وګړي یې له امله بې کوره شوي دي.

په سوریه کې د روانې جګړې له امله زرګونه کورنۍ اروپا ته تښتېدلي چې پر اروپايي هېوادونو او امریکا یې فشار راوستی چې د دې بحران د حل لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا د اردن له پاچا دوهم عبدالله سره وګوري.

XS
SM
MD
LG