د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

په بنګله دېش کې د ۲ مشرانو تر وژنې وروسته د تشدد د مخنیوي لپاره هڅې


د نړېوالې ټولنې له اندېښنو او د نا آرامیو د زیاتېدو له خطر سره - سره په دې وروستیو کې په بنګله دېش کې د اپوزېسیون دوه مشران اعدام شول.

په داسې حال کې چې د جماعت اسلامي ګوند چې د بنګله دېش یو تر ټولو ستر اسلامي ګوند بلل کېږي، په ټول هېواد کې د مظاهرو غوښتنه کړې، د دې هېواد په زرګونو امنیتي ځواکونه او د سرحدي ګارډ ملیشې په پلازمینه ډاکه کې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ځای پر ځای شوي دي.

علي احسن محمد مجاهد د بنګله دېش د جماعت اسلامي ګوند عمومي منشي چې په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستان څخه د دې هېواد د جلا کېدو او خپلواکۍ لپاره د مبارزې په جریان کې په نسل وژنه، د روشنفکرانو په وژلو او د خلکو په تښتولو او شکنجه کولو کې په لاس لرلو مجرم پېژندل شوی و.

د بنګله دېش د ملتپال ګوند له مشر صلاح الدین قادر چودري سره چې هغه هم په ورته جرمونو سربېره په جنسي تېریو مجرم پېژندل شوی و، د یکشنبې په ورځ اعدام شول.

د اسوشېټد پرېس خبري آژانس د راپور له مخې د بنګله دېش چارواکي د دې تمه نه کوي چې ډېر خلک به د جماعت اسلامي د ګوند غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.

دغه ګوند په وروستیو ترسره شویو انتخاباتو کې په سلو کې درې رأیې ګټلې وې. خو چارواکي بیا هم د سخت دریځو له خوا وروستیو وژنو ته په پام سره چې د روان کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې، څلور سیکولار بلاګ لیکونکي، یو ناشر او دوه بهرني اتباع وژل شوي، له احتیاطه کار اخلي.

د دوشنبې په ورځ هغه خبریال چې د دغو مشرانو د اعدام په اړه یې راپور ورکړی و، په ډزو ووژل شو او برید کوونکی یې هم تر اوسه نه دی معلوم.

په داسې حال کې چې د دغو مشرانو د اعدام د پروسې د عدلي اړخ په اړه اندېښنې موجودې دي، د بنګله دېش مشهورو ټلوېزیوني شبکو او ورځپاڼو د دغو اعدامونو د عملي کېدو ملاتړ کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو کسانو محاکمه نیمګړې او له ستونزو ډکه بللې او پر دغو اعدامونو یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

امریکایي قانون جوړونکو چې د دې هېواد پر بهرنیو چارو څارنه کوي، د بنګله دېش د جنګي جرمونو محکمه چې په ۲۰۱۳ کال کې تأسیس شوې، له نمګړتیاو ډکه بللې ده.

د هغو ۱۸ کسانو له ډلې چې په بنګله دېش کې په جنګي جرمونو مجرم پېژندل شوي، مخکې هم د جماعت اسلامي ګوند دوه نور لوړپوړي مشران اعدام شوي وو.

جماعت اسلامي او ملتپال ګوندونو د دغو کسانو محاکمه سیاسي انګېزه بللې، خو د بنګله دېش صدراعظمې شیخ حسینې دغه ادعا رد کړې ده.

د جماعت اسلامي ګوند په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله دېش د خپلواکۍ لپاره د مبارزې په جریان کې د دې هېواد د خپلواکۍ له اعلان سره په ښکاره مخالفت کړی و.

د بنګله دېش حکومت وایي، پاکستاني عسکرو د خپلو سیمه ییزو عناصرو په مرسته شاوخوا درې میلیون وګړي وژلي او پر شاوخوا دوه لکه ښځو یې جنسي تېری کړی و.

XS
SM
MD
LG