د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

په زابل کې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو هڅې روانې دي


په زابل کې چارواکي وايي، دلته د یو شمېر یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یې هڅې روانې دي.

د زابل د والي ویاند ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو هغه سیمې ته چې ګومان کېږي یرغمل شوي کسان په کې ساتل کېږي تللې لارې تړلي او قومي مشران بیا له یرغمل نیوونکو سره په خبرو بوخت دي.

د شنبې په ورځ د ۲۰ په شاوخوا کې ولسي افغانان د یو شمېر وسله والو له خوا تښتول شوي دي.

د زابل چارواکي وايي، له خپلو ټولو امکاناتو سره هڅه کوي چې په نوموړي ولایت کې وروستي یرغمل شوي کسان د یرغمل نیوونکو له منګولو په خوندي توګه خوشې کړي.

د دې ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل که له یوې خوا قومي مشران او سپین ږیري د یرغمل نیوونکو سره په خبرو بوخت دي څو تښتول شوي کسان خوشې کړي، بلخوا امنیتي ځواکونو هغه سیمې ته چې ګومان کوي یرغمل شوي کسان په کې دي تللې لارې تړلي دي.

که څه هم چارواکي وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې یرغمل شوي کسان د کوم قوم دي، خو د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان د شنبې په ورځ په کومه ورځ چې دا کسان یرغمل شوي وو، وویل چې تښتول شوي کسان تقریباً ۲۰ تنه دي او ټول هزاره ټبري افغانان دي.

بلخوا د افغان حکومت د اجرائیه ریاست یوې سرچینې ازادي راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا یرغمل نیونه د نورو داسې یرغمل نیونو سره توپیر لري.

دې سرچینې که څه هم په دې اړه ډېر جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل، د یرغمل نیونې دا قضیه د یوې سیمه ییزې شخړې وروسته رامنځ ته شوې ده.

دې سرچیني ازادي راډیو ته ویلي چې پرون د وزیرانو د شورا په غونډه کې پر دې موضوع او یرغمل شویو کسانو د خوندي خوشې کولو لپاره د امنیتي ځواکونو د تکتیکونو پر بدلوني لارو چارو بحث کړی دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګي رئیس وايي، دا ډول تښتونې او یرغمل نیونې په هېواد کې قومي شخړو ته لمن وهي.

عبدالرووف ابراهیمي پرون د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل:

"په ډله ییزه توګه زموږ د هېوادوالو یرغمل نیونه او تښتول په حقیقت کې د افغانستان د متحد ملت د یووالي په وړاندې یوه ډېره خطرناکه توطئه ده."

تر دې مخکې هم یو شمېر تښتول شوي هزاره ټبري افغانان چې ټول یې ولسي خلک وو، څو میاشتې وځورول شول چې بالاخره له دوی څخه اووه تنه د یرغمل نیوونکو له خوا ووژل شول.

دې وژنې په کابل کې پراخ اعتراضونه او پر حکومتي چارواکو انتقادونه راپورته کړل.

افغان حکومت ژمنه کړې چې لویې لارې به خوندي کړي څو د مسافرو دا ډول یرغمل کېدو مخه ونیسي خو تر اوسه پورې نه دي توانیدلي چې په بشپړه توګه د خلکو د تګ راتګ لارې له وسله والو ډلو خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG