د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

عزیز رفیعي: د حکومت مشرتابه هڅه کوي د غوراوي په کمېټه کې خپل کسان وګوماري


د افغانستان د مدني ټولنو فعالان وايي چې حکومت نه غواړي د غوراوي کمېټې کار پیل کړي او هغه هڅې هم چې د دې کمېټې د کار د پيل لپاره شوي د سیاسیتونو قرباني شوي دي.

د افغانستان د مدني ټولنو مشر عزیز رفیعي وايي چې د ملي یووالي حکومت مشران هڅه کوي چې خپل څو خواخوږي د مدني فعالانو په نوم د غوراوۍ کمېټې ته دننه کړي او همدا کار د کمېټې د کار د ځنډ لامل شوی دی.

ښاغلي رفیعي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا ډول هڅې ناوړه پایلې لري او مسئولیت یې هم ټول افغان حکومت ته راجع کېږي.

ښاغلي رفیعي وايي:

"حکومت یوه بله ډله د مدني فعالانو په نوم د مدني ټولنو په وړاندې جوړه کړې ده او د مدني فعالانو سره یې یو بل ډول سیاست غوره کړی او له بده مرغه په دې توګه د مدني فعالانو په وړاندې د حکومت له لوري یو غټ سیاسي جنجال د جوړېدو په حال کې دی."

د غوراوي کمېټه دنده لري چې د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران غوره او د تائید لپاره ېې حکومت ته معرفي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ جمهوري ریاست اعلان وکړ چې که چېرې د غوراوي کمېټې ته د یوه مدني فعال د معرفي کېدو پر سر د مدني ټولنو تر منځ ستونزه حل شي یاده کمېټه به ډېر ژر په کار پیل وکړي.

وروسته بیا د انتخاباتي اصلاحاتو د کمېسیون مسئولینو او مدني فعالانو دا ډول څرګندونې یوه پلمه وبلله او زیاته یې کړه چې حکومت غواړي په دې ډول سره د غوراوي کمېټې کارونه وځنډوي او خپل خواخوږي په کې ځای کړي.

خو له دې ټولو سره سره جمهوري ریاست وایي، د غوراوي کمېټې کار ځکه ځنډېدلی چې مدني ټولنې ورته د خپل استازي د معرفي کېدو پر سر سلا شوي نه دي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"ستونزه دلته ده چې قانون موږ ته اجازه نه راکوي چې د دوی په کارونو کې مداخله وکړو هغه د نظر اختلافونه چې د مدني ټولنو تر منځ جوړ شوي د دې کمېټې د کار پیل یې ځنډولای خو موږ هیله لرو چې دوی دا اختلافات پای ته ورسوي تر څو د غوراوي کمېټه په کار پیل وکړي."

تر اوسه دا نه ده معلومه چې د غوراوي کمېټې ته د یوه غړي د ورپېژندلو په سر د کومو ډلو تر منځ اختلاف موجود دی.

په همدې حال کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده چې د مدني ټولنو د استازي په حیث د غواروۍ کمېټې ته هم ورپېژندل شوی دی وايي چې دی د شفافو انتخاباتو له مخې معرفي شوی او ستونزه باید هم حل شي.

نوموړی وايي چې ممکن تر راتلونکو دوو ورځو پورې د غوراوي کمېټه په کار پیل وکړي.

ښاغلي نعیم زیاتوي:

"ټول اسناد موجود دي چې د مدني فعالانو تر منځ کومه ستونزه نه شته او استازی یې معرفي شوی دی او زه هم چې کوم اطلاعات لرم ویلی شم چې د دې کمېټې کار سبا بله ورځ پیلېږي."

په انتخاباتو کې د څار یو شمېر نور بنسټونه وايي هغه څه چې دوی یې د دولت له دریځ څخه او د مدني فعالانو د څرګندونو څخه اخلي دا دي چې د غوراوي کمېټې د کار د پیل لپاره هېڅ کوم واحد نظر او همغږي نه شته.

له بل پلوه یو شمېر مدني فعالان وايي چې که دا نه همغږي په همدې ډول دوام پیدا کړي او په انتخاباتو کې د اصلاحاتو راوستلو په خاطر صادقانه کار ونه شي د افغانستان سیاسي نظام مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG