د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

د ۲۲ پاکستاني وسله والو مړي پاکستان ته لېږدول شوي


تزیني بڼه لري ارشیف
تزیني بڼه لري ارشیف

کابل پاکستان او په ځانګړې توګه د دې هېواد استخباراتي شبکې په افغانستان کې په لاسوهنه او د وسله والو طالبانو په ملاتړ تورنوي.

د پاکستان چارواکي وايي چې د شا او خوا ۲۲ پاکستاني وګړو مړي چې په افغانستان کې وژل شوي وو؛ د دغه هېواد شمالي وزيرستان ته وړل شوي دي.

کابل تل ويلي چې پاکستان د هغو وسله والو سخت دريځو مخه نه نيسي چې د پاکستان له خاورې په استفاده سره په افغانستان کې حملې کوي.

د نيک بهادر په نامه يوه پوليس افسر آلمان خبري اژانس ته ويلي چې دا وژل شوي سخت دريځي د خيبر پښتونخوا ايالت د کوز دير، سوات، بُنير او شانګله سيمو اوسېدونکي وو.

دی وايي، له هغه وروسته چې د وژل شويو کسانو مړي د پنجشنبې او جمعې په ورځ کوز دير ته انتقال شول؛ د يک شنبې په ورځ د دوی د جنازې په مراسمو کې تر دوه زره زياتو کسانو برخه اخيستې وه.

نيک بهادر وايي، دغه وژل شوي کسان مجاهد بلل شوي او يو شمېر کسانو د جنازې پر مهال د امريکا او کابل ضد شعارونه هم ورکړي.

د پاکستان استخباراتي ادارې يوه چارواکي المان خبري اژانس ته ويلي چې دا کسان د البدر ډلې اړوند بلل کيږي او تېره اوونۍ د يوې امريکايي بې پيلوټه الوتکې په حمله کې په خوست کې وژل شوي.

خو يوه افغان چارواکي آزادي راډيو ته وويل چې دا کسان د افغان امنيتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي چې نه يې غوښتل نوم یې واخيستل شي؛ المان خبري اژانس ته ويلي چې يو شمېر مړي دومره خراب شوي چې نه پېژندل کېدل او يوازې يې نومونه پر تابوتونو لیکل شوي وو.

XS
SM
MD
LG