د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

په پوهنتونونو کې د ورانکاره ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره څېړنې پيل شوي


وروسته له دې چې د حکومت اجراییه ريیس عبدالله عبدالله په اکاډمیکو ساحو کې د حزب التحریر ډلې د ورانکاره فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه؛ د لوړو زدکړو وزارت پرېکړه کړې، څو په دغو برخو کې د ورانکاره فعالیتونو د مخنیوي لپاره د افغانستان تر ټولو پوهنتونونو پورې خپلې څېړنې وغځوي.

د دغه وزارت د نشراتو د برخې مرستیال اختر محمد عبیر د سې شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې لا هم د ننګرهار پوهنتون ته د لېږل شوي حکومتي پلاوي څېړنې دوام لري.

خو دی وایي چې دا هڅې به یوازې د ننګرهار تر پوهنتونه پورې محدودې پاتې نه شي.

"موږ هڅه کوو دا څېړنې په نورو پوهنتونونو کې هم په لاره واچوو چې که نورو پوهنتونونو کې هم داسې کسان واوسي، هغوی ونیول شي او د دې حرکتونو مخه ونیول شي."

په پوهنتونونو کې د غیر علمي فعالیتونو په اړه وروسته له هغه اندېښنې راپیدا شوي چې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وزیرانو شورا ته د وینا پر مهال په ملکي او علمي ساحو کې د حزب التحریر ډلې د پراخو فعالیتونو خبره وکړه.

ښاغلي عبدالله ویلي وو، حزب التحریر د ترهګرو ډلو غیر رسمي څانګه ده چې افغان ځوانان ترهګریزو فعالیتونو ته هڅوي.

له دې څه موده مخکې د ملي امنیت عمومي ریاست د ننګرهار له پوهنتون څخه ۲۷ محصلان له ترهګرو ډلو سره د اړېکو په تړاو ونیول.

دغو محصلینو په جلال آباد ښار کې د مظاهرو پر مهال د داعش، طالبانو او حزب اسلامي بیرغونه له ځانه سره لېږدول.

یوازې په پوهنتونونو کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د اندېښنې وړ مساله نه ده.

د کابل پوهنتون د لیلیې یو شمېر محصلین شکایت کوي چې بېلابېلې سیاسي کړۍ او آن ځينې حکومتي چارواکي کوښښ کوي، له محصلینو څخه سیاسي او ګوندي اهدافو ته د رسېدو لپاره ګټه پورته کړي.

برهان الدین خلیق یو تن له دغو محصلینو څخه آزادي راډيو ته وویل چې په تېر محرم کې هم د محصلینو تر منځ د فرقه یي ستونزو د راپیدا کېدو هڅې وشوې، خو د پولیسو لخوا یې مخه ونیول شوه.

"د محرم په ۱۰ نېټه زه له هغه چا سره چې په کوېټه کې اوسېږم را ته ویې ویل چې د بېلابېلو ګوندونو له خوا د محرم په ۱۰ نېټه کار کېږي، څو خپل کسان پوهنتون ته دننه کړي او د محصلینو تر منځ نا امني راپیدا کړي، فضا ګډوډه کړي چې بالاخره دوی خپل په ګټه سیاسي بازي وکړي، خو له نیکه مرغه چې داسې یو کار و نه شو."

د کابل پوهنتون بل محصل عبدالحنان یوسفزی هم وایي چې وخت نا وخت داسې پلانونه نیول کېږي، څو د محصلینو تر منځ قومي، سیاسي او فرقه یي مسایلو ته لمن ووهل شي.

عبدالحنان زیاته کړه:

"ویل کېده ګوندونه او مشران غواړي د کابل پوهنتون په لیلیه کې اختلافات رامنځ ته کړي او ورڅخه د ځان لپاره ګټه واخلي. خو دا ډېره څرګنده نه ده چې هغوی د سیاسي اهدافو لپاره دا کار کوي، که د فرقه یي اهدافو لپاره."

دغه محصلین وایي، سره له دې چې دا ډول ستونزې د ولایتونو په پرتله په کابل کې کمې لیدل کېږي، خو زیاتوي چې دا کار د دوی د زده کړو بهیر اغېزمنوي او کله نا کله دا ستونزې په فزیکي شخړو اوړي.

XS
SM
MD
LG