د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

پاکستاني مشرانو یو ځل بیا د افغانستان له سولې سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی


د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو یو ځل بیا ژمنه کړې ده چې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکارۍ ته چمتو دي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان د ماليې له وزیر سره په کتنه کې وویل؛ هېواد يې په دې باور دی چې د افغانستان امنیت او ثبات د پاکستان او سمیې په ګټه دی.

نواز شریف له اکلیل حیکمي سره په خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادی همکاریو موضوع هم یاده کړه او ویې ویل چې د ۲۰۱۷م کال تر پایه باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه میلیاردونو ډالرو ته ورسیږي.

د افغانستان د مالي وزیر د دوشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډ اقتصادي کمیسون په لسمه غونډه کې ګډون وکړ او له پاکستاني لوري سره د دوه اړخیزو سوداګریزو مسالو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان صدراعظم د افغانستان د سولې او له کابل سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخوالي خبره په داسې وخت کې کوي چې د دې هېواد لوی درستیز هم یو ځل بیا د افغانستان د سولې په پروسه کې د رول لوبولو پیشنهاد تازه کړی دی.

جنرال راحیل شریف په دې وروستیو کې په واشنګټن کې له امریکايي مقاماتو سره د خبرو پر مهال له افغان حکومته وغوښتل چې له وسله والو طالبانو سره د د سولې د خبرو اترو پروسه بیا پیل کړي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي؛ تر څو چې پاکستان پر خپله خاوره د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو د فعالیتونو مخه ونه نیسي؛ تر هغې پورې د سولې خبرو اترې بې ګټې او بې معنا دي.

د افغانستان د سولې پروسه وروسته له هغې چې د ملا عمر مړینه تائید شوه او طالبان په دوو ډلو وویشل شول؛ په ټپه ودرېده.

XS
SM
MD
LG