د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

مسکو د جټ الوتکې په اړه د ترکیې ادعاوې له شا په خنجر وهل بولي


مسکو وایې، د دوی هغه جټ الوتکه چې په ترکیې کې ویشتل شوې، هيڅکله د سوریې له حریمه نه ده وتلې او د ترکیې ادعاوې له شا په خنجر وهل بولي.

پوتین وایې، د ترکیې دغه اقدام چې له کبله یې د روسي الوتکې یو پیلوټ وژل شوی دی، یو جرم بللی او وایې، د روسیې او ترکیې د اړیکو په برخه کې جدي عواقب لرلی شي.

د روسیې ولسمشر په ترکیه کې د روسي جټ الوتکې ویشتل جرم بولي او وایې دوی به هیڅ کله دا ډول جرمونه ونه مني.

د ترکیې هوایې ځواکونو پرون سه شنبې وروسته له هغه روسي Su-۲۴ الوتکه وویشته چې د دوی په خبره د ترکیې فضایي حریم ته ننوتلې وه، خو روسیه دغه ادعا ردوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې دغه الوتکه د ترکیې له پولو څخه څلور کیلو متره لیرې وه.

ولسمشر پوتین پرون د تورې بحیرې په سوچي ښار کې د اردن د پاچا عبدالله سره د لیدو پر مهال د ترکیې دغه عمل وغنده او ویې ویل، په داسې حال کې چې روسیه د تروریزم په وړاندې په جګړې بوخته وه، دوی د شا له خوا په خنجر ووهل شوو.

پوتین د دې کړنې عواقبو ته په اشارې سره وویل:

"د نن ورځې غمجنه پېښه به د پام وړ عواقب ولري چې په هغې کې به د روسیې او ترکیې اړیکې هم شامل وي."

پوتین ویلي چې په هر صورت د دوی پیلوټ او الوتکې د ترکیې خاورې ته کوم ګواښ نه وو پېښ کړی.

په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د دې پېښې په اړه ویلي چې هېواد یې حق لري د خپلو پولو دفاع وکړي.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه:

"دا چې ولې په تېرو وختونو کې د سوریې په ارتباط کومه ناوړه پېښه نه وه شوې، دلیل یې د ترکیې خونسردي وه. هېڅ څوک باید شک ونه کړي چې موږ تر خپل وسه هڅه وکړه چې د دې پېښې مخه ونیسو، خو هر څوک باید د ترکیې د حق درناوی وکړي چې له مخې یې د خپلو پولو دفاع کوي."

اردوغان وایې، د دې پېښې له کبله خپه دي، خو دا کړنه د هغو قواعدو سره سمه بولي چې وړاندې یې اعلان کړی وو.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم تېر ماښام په واشنګټن کې د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره په یوې ګډه خبري غونډه کې د خپلې خاورې دفاع د ترکیې حق بللی دی.

ښاغلي اوباما وړاندې وویل:

"ترکیه د بل هر هېواد په څېر د خپلې خاورې او فضایي حریم څخه د دفاع حق لري. زه فکر کوم اوس دا زموږ لپاره ډېره مهمه ده چې ډاډه شو روسان او ترکان دواړه له یو بل سره خبرې وکړي، دا پیدا کړي چې واقعاً څه پېښ شوي دي او د هر ډول تاوتریخوالي د کمزوري کولو لپاره اقدامات وکړي."

تر دې وړاندې د پنټاګون یوه ویاند سټیفن وارن Col. Steve Warren ویلي وو چې دا پېښه پر پوله شوې خو وایې تر اوسه نه شي تاییدولی چې روسي الوتکې واقعاً د ترکیې فضایې حریم نقض کړی وي.

وارن دا مني چې ترکي پیلوټانو ۱۰ ځلې روسي جټ الوتکو ته خبرداری ورکړی وو خو روسي پیلوټانو ځواب نه دی ورکړی.

روسي چارواکي وایې، د دوی د الوتکې دوو پیلوټانو ځانونه په پراشوټ کې غورځولي خو یو یې له ځمکې څخه د سپکو وسلو په ډزو وژل شوی دی.

د دوهم پیلوټ برخلیلک معلوم نه دی. ترکي رسنیو راپور ورکړی چې یو پیلوټ د هغو یاغیانو لاس ته ورغلی چې د اسد پلویانو په وړاندې جنګېږي.

د همدې پېښې د بحث لپاره د ناټو د ۲۸ غړو هېوادونو استازو د ترکیې په غوښتنه پرون په بروکسل کې یوه فوق العاده غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي چې د ناټو د نورو غړو هېوادونو ارزونې هم د ترکیې د هغو ادعاوو سره سمې دي چې وایې، روسي جټ الوتکه د هغه هېواد حریم ته ننوتلې وه.

XS
SM
MD
LG