د پکتيا پوهنتون اداري چارواکي وايي چې د پکتيا سرمايه دارانو او اوسېدونکو په مرسته يې د دې پوهنتون ډېرې ستونزې هوارې کړې دي.
د پکتيا پوهنتون ښوونکي، اداره او محصلين د پکتياوالو سرمايدارانو د مرستو يادونه کوي وايي چې د دوی په مټ يې د دې پوهنتون ډېر ضرورتونه پوره شوي او لا هم مرستو ته اړتيا لري.
د پکتيا پوهنتون د استادانو د ټولنې مشر خالد حبيب وايي، له پوهنتون سره د خلکو مرستې د دې ښکارندويي کوي چې خلک د تعليم په اهميت پوی شوي او غواړي اولادونه يې په يو ښه درسي ماحول کې زده کړې وکړي.
د نوموړي په خبره، له پکتيا پوهنتون سره د خلکو مرستې د ادارې په پياوړتيا پورې هم اړه لري چې د عامه پوهاوي له لارې يې مرستې جذب کړې او بيا يې پر ځای مصرف کړې دي.
ښاغلي حبیب زیاته کړه:
"له پکتيا پوهنتون سره د خلکو مرستې ډېرې ګټورې ثابتې شوې دي او دې پوهنتون ته يې د روح حيثت ورکړی دی، تاسې به په پوهنتون کې ډېر داسې کارونه وينئ چې د پکتياوالو د شخصي پيسو څخه جوړ شوي دي، چوکۍ، لارې، تعميرونه او د پوهنتون نور ضرورتونه لکه کاسټر موټرونه او همدا ډول يادولای شو چې نجيب احمدزي لس زره ډالر او همدا ډول د ګرديزي شرکت تر ۲۰۰۰۰ شل زره ډالرو پورې مرستې کړې دي او نورو پکتياوالو هم له دې پوهنتون سره مرستې کړې دي چې بايد يادې شي."
حبيب دا هم وايي چې تر دې وروسته هم بايد د دې سيمې خلک او سرمايداران ورسره مرستې وکړې، څو په پوهنتون کې نورې شته ستونزې يې هم هوارې شي.
د همدغه پوهنتون د زراعت پوهنځي استاد اسمعيل لاروی وايي چې د پوهنتون لپاره يوازې د عامو خلکو مرستې بسنه نه کوي، مرکزي اداره او وزارت هم بايد په دې برخه کې د پام وړ ډېر کارونه وکړي.
ښاغلي لاوروی وړاندې وایي:
"په پوهنتون کې ډېرو کارونو ته ضرورت دی، مجهزې کتابخانې، لابراتوارونه او ودانۍ چې وزارت بايد ورته پلان ولري او د پوهنتون مجهز کېدو لپاره بايد کار وشي، په دې مرستو کار کيږي خو هغومره چې په ټاکل شوې بوديجه بايد وشي او پکار ده چې وزارت په دې برخه کې ډېر او منظم کار وکړي."
نوموړی د پکتيا پوهنتون له اوسنۍ ادارې خوښي څرګندوي زياتوي چې په دې پوهنتون کې د بنسټيزو تغيراتو لپاره يې ادارې کار پيل کړی او استادان يې په همغږۍ د تغيراتو ملاتړ کوي.
د پکتيا پوهنتون ريس پوهنمل عبدالکريم توتاخېل هم د خلکو د مرستو منندوی دی او لا هم هيله لري چې د پکتيا سرمايداران عام خلک او اداري چارواکي ټول پوهنتون سره د لاسنيوي په خاطر کار وکړي.
ښاغلي توتاخیل زیاته کړه:
"زه د پکتيا له ولسونو څخه مننه کوم چې د پوهنتون د ابادۍ لپاره يې له خپلو شخصي پيسو څخه لګښت کړی او له پوهنتون سره يې مرستې کړې دي او د همدوی مرسته ده چې پوهنتون پرې اباد شوی دی او موږ ته يې لا د کار قوت راکړی دی، دلته چې خلکو مرستې وکړې، اوس محصلين هم راځي وايي، هره مياشت ۵۰ افغانۍ راکړئ او ان مامورين مو راغلي چې له معاش څخه پوهنتون سره مرسته وکړئ او دا کار له پوهنتون سره د خلکو روح تړلی دی او هره پيسه يې دلته په منظم ډول پر ځای لګول کيږي او خلک يې ويني چې د دوی مرستې بې ځايه نه ځي، نو اوس نور خلک هم راځي او مرستې کوي."
د ده په خبره، چې د خلکو په مرستو يې په دې پوهنتون کې ډېر زيات کار کړی دی او همدغو مرستو د پکتيا پوهنتون بڼه بدله کړې.
له پکتيا پوهنتون سره د خلکو دغه مرستې په داسې حال کې کيږي چې دلته د لوړو زده کړو وزارت انکشافي بوديجه د نشت برابر مصرف شوې او شته ډېرې ودانۍ دې ولايت ته د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت هغه امتيازي پيسو څخه جوړې شوې دي چې د پکتيا بزګرانو ته د نشه يي توکو د نه کر په بدل کې ورکول کېدې.
راپور – داود تپان- پکتيا