د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

په فاریاب کې د یوې هلیکوپټرې د سپرلۍ د خلاصون هڅې روانې دي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په فاریاب ولایت کې د نسکور شوي هلیکوپټرې د سپرلۍ د خلاصون په هدف یې هڅې پيل کړي.

د راپورونو په اساس د سې شنبې په ورځ یوې هلیکوپټرې د فني او تخنیکي ستونزو له امله د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو تر کنټرول لاندې سیمه کې بیړنۍ ناسته کړې.

د دفاع وزارت ویاند ازادي راډيو ته وویل چې د دې هليکوپټرې درې سپرلۍ وژل شوي او د دو بهرنیانو په ګډون ۱۸تنه د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلي دي.

که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چې په فاریاب ولایت کې د نسکورې شوې هلیکوپټرې سپرلۍ وسله والو طالبانو چېرته انتقال کړې دي، خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د یادو کسانو د ژغورلو لپاره یې هڅې پيل کړې.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په روځ ازادي راډيو ته وویل، د دې هليکوپټرې درې سپرلۍ وژل شوې او د دوو بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه نور د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلي دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"تېره ورځ له غرمې وروسته له مزاره فاریاب ولایت ته تللی چې د تخنیکي ستونزې له امله د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې چې د ناستې په ځای کې وسله وال مخالفین و، د افغان سرتیرو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه هم شوې، دوه سرتیری وژل شوي، د هلیکوپټرې یوکس عمله هم وژل شوې ده،۱۸کسه چې دوه یې بهرنیان دي وسله والومخالفانو له ځان سره وړي دي، اوس هلته عملیات روان دي."

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې رانسکور شوی مې ۱۷ ډوله هلیکوپټرې په یوې شخصي کمپنۍ پورې اړه درلوده چې د افغان پوځ سرتیري یې له مزاره فاریاب ته انتقالول.

له بلې خوا وسله والو مخالفانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د هليکوپټرې پنځه تنه سپرلۍ یې وژلې او ۱۵ نور ورسره زندانیان دي.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې هلیکوپټره دوی ویشتلې او برمته شوي کسان یې یوه خوندي ځای ته انتقال کړي دي.

په ورته وخت کې د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي چې د برمته شویو سرتیرو د خلاصون په هدف یې سیمې ته امنیتي ځواکونه استولي دي.

د فاریاب د والي ویاند احمد جاوید بیدار په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"هغه راپورونه چې د لومړۍ لوا د مطبوعاتو له دفتر له لوري موږ ته را رسېدلي دي، دوی سیمې ته مرستندویه ځواکونه استولي، کله چې استول شوي سرتیري د هلیکوپټرې ځای ته نږدې کېدل د دولت د وسله والو مخالفانو له کمين سره مخ شوي، د تېرې شپې تر ناوخت هلته جګړه روانه وه."

په تېرو څو میاشتو کې د ملي اردو دا څویم هلیکوپټره دی چې د تخنیکي او فني ستونزو له امله بیړنۍ ناستې ته مجبوریږي.

څه موده وړاندې په کابل ښار کې د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپټره رانسکوره شوه چې یوشمېر بهرنیو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

له دې وړاندې په لوګر او بامیانو ولایتونو کې هم دافغان ځواکونو هلیکوپټرې رانسکورې شوې وې چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

په کابل کې د قاطع ملاتړ قومندانۍ مطبوعاتي څانګه وايي چې د هلیکوپټرې نسکورېدو راپورونه دوی ته هم رسیدلي دي.

دوی په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هلیکوپټرې په عمله کې کوم امریکايي سرتیری نه و موجود او رانسکوره شوې هلیکوپټره د افغانستان د دفاع وزارت قراردي وه.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG