د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

فیروزي څنګه له بګرام زندانه کابل ته لېږدول شوی و؟


د بګرام زندان مشر وایي چېد ولسمشر اشرف غني د یوه حکم په اساس د کابل بانک پوروړی خلیل الله فیروزي له بګرام زندان څخه په کابل کې د امنیت څلوېښتم ریاست ته انتقال شوی دی.

له زندان څخه په مؤقت ډول د کابل بانک د پوره وړي خلیل الله فیروزي خوشې کول او د ښار جوړونې وزارت له خوا له هغه سره د یوه ښارګوټي د جوړولو تړون په یوه جنجالي بحث اوښتی؛ خو په قضیه کې ښکیل کسان هر یو ځان ته برائت ورکوي.

اوس په دې قضیه کې د ولسمشر د ښکلېتیا اوازه هم توده شوې ده.

د بګرام زندان مشر میر صاحب ګل وایي؛ د روان کال د اسد په دولسمه دوی د ملي امنیت د څلوېښتم ریاست په سپارښتنه خلیل الله فیروزي له بګرام څخه د کابل دې ریاست ته انتقال کړ.

ښاغلي میرصاحب ګل د چهارشنبې په ورځ د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون ته وویل چې څلوېښتم ریاست ورته د ولسمشر حکم وړاندې کړی چې خلیل الله فیروزي د درملنې په هدف له بګرام څخه کابل ته راولي.

که څه هم د میرصاحب ګل خبرې د مشرانو جرګې له دې غړو سره د ډیالوګ په شکل وې او تسلسل یې نه درلود؛ خو په یوه برخه کې یې داسې وویل:

"تاسو که مکتوب ووایئ په هغه کې یې لیکلي چې په امر د رییس صاحب جمهور؛ که ریښتیا وه او که دروغ زه مجبور یم چې د رییس صاحب جمهور امر ومنم؛ فیروزي هم په ټیلفوني امر راغلی دی."

نوموړی وایي چې فیروزي د شکر ناروغي لري؛ نو ځکه یې درملنې ته ډېره هڅه کیږي.

د بګرام زندان مشر وایي، په کومه ورځ چې خلیل الله فیروزي د ځيرک ښارګوټي تړون لاسلیک کاوه؛ نو نوموړی د امنیت په څلوېښتم ریاست کې و.

خو دا معلومه نه ده چې چا له څلوېښتم ریاست څخه ښاغلی فیروزي په مؤقت ډول ازاد کړی او دا زمینه یې ورته برابره کړې چې د یوه ښارګوټي تړون لاسلیک کړي.

له بګرام زندانه په کابل کې د امنیت څلوېښتم ریاست ته د خلیل الله فیروزي د انتقالولو مکتوب او حکم
له بګرام زندانه په کابل کې د امنیت څلوېښتم ریاست ته د خلیل الله فیروزي د انتقالولو مکتوب او حکم

د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو کمیسیون د چهارشنبې په ورځ د دې موضوع د وضاحت لپاره د لویې څارنوالۍ؛ پل چرخي زندان، ښار جوړونې وزارت او د ولسمشر د فوق العاده استازي له ادارې څخه استازي ورغوښتي وو.

په دې غونډه کې د ولسمشر د فوق العاده استازي احمد ضیا مسعود د دفتر یوه استازي وویل چې ضیاء مسعود د معلوماتي خلا له امله د سمارټ سیټي یا ځېرک ښارګوټي د تړون د لاسلیکولو په غونډه کې ګډون کړی وو.

د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو کمیسیون مشر زلمي زابلي وویل چې له څلوېښتم ریاست څخه د خلیل الله فیروزي د را خوشې کېدو په ګډون د دغې قضیې ځینې اړخونه ګونګ دي او باید ولسمشر په دې اړه وضاحت ورکړي:

"کله چې زموږ یو جنرال مجبوریږي چې دغه کس د ناروغۍ په پلمه کابل ته راولیږي او دلته بیا یو قرارداد امضا کوي؛ ولسمشر باید له خپل لیک او حکم څخه دفاع وکړي؛ ولې څلوېښتم ریاست د ولسمشر په استازیتوب مکتوب لیږي او دروغ وایي، ولسمشر باید خبري کانفرانس ورکړي او د ځان دفاع وکړي."

له هڅو سره – سره د جمهوري ریاست مسوولین خبرې کولو ته حاضر نه شول؛ خو له دې وړاندې خپله ولسمشر د همدې موضوع څېړلو ته یو کمېسیون ټاکلی دی.

دغه کمېسیون هم ویلي چې څيړنې یې پیل کړي او په نږدې وخت کې به د خپلو څېړنو نتیجه جمهوري ریاست ته وسپاري.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG