د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

"افراطي ډلې له ټولنیزو رسنیو څخه د خپلو فعالیتونو لپاره استفاده کوي"


د افغانستان د سټراټيژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ تازه څېړنه ښيي چې په افغانستان کې افراطي او تروریستي ډلې له ټولنیزو رسنیو څخه د خپلو فعالیتونو لپاره استفاده کوي.

د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ څېړنه په ډاګه کوي چې القاعده؛ داعش، وسله وال طالبان، د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي او یوشمېر نورې افراطي ډلې له ټولنیزو رسنیو څخه د خپلو تبلیغاتو او نورو فعالیتونو لپاره ګټه اخلي.

دغه انسټیټیوټ د خپلې نهه میاشتنۍ سروې نتیجې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې له خبریالانو سره شریکې کړې.

د انسټیټیوت غړي نعمت الله ابراهیمي د خپلو څېړنو د نتیجې یوې برخې ته داسې اشاره وکړه:

"په دې برخه کې طالبان، داعش او حزب اسلامي فعال دي، په دې سروې کې چې موږ څه وموندل، که څه هم حقاني شبکه په جګړه کې ډېره فعاله ده؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې دومره فعاله نه ده؛ په ځانګړې توګه زموږ غوښتنه دا ده چې افغان حکومت دې په ټوله کې د افراطیت په وړاندې مبارزه وکړي او په دې اړه دې یو منسجم ملي سیاست رامنځ ته کړي او په حکومت کې داسې بحثونه روان دي چې د ټولنیزو رسنیو فعالیتونه قانوني کړای شي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په دې اړه د افغانستان ملي شورا هم اندېښنه ښکاره کړې وه او ویلي یې وو چې د سیمې د هېوادونو استخباراتي شبکې په افغانستان کې د افغانانو په منځ کې د دښمني خپرولو لپاره له ټولنیزو رسنیو څخه استفاده کوي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ له حکومته غواړي چې په هېواد کې د ټولنیزو رسنیو د فعالیتونو د قانوني کولو لپاره یو میکانیزم رامنځ ته کړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې په نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو د فعالیتو د قانوني کولو په اړه کوم اقدام نه دی شوی چې دا په یوې نړېوالې ستونزې بدله شوې ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا مني چې په دې اړه ورته زیات شکایتونو رسیدلي چې یوشمېر کړۍ د هېواد د ملي ګټو خلاف له ټولنیزو رسنیو څخه استفاده کوي.

د دې وزارت ویاند هارون حکیمي ازادي راډيو ته وویل؛ په دې اړه د رسنیو په عالي شورا کې بحثونه روان دي؛ څو یو میکانیزم او پالیسي رامنځ ته شي:

"تر دې مهاله د رسنیو عالي شورا پر دغه موضوع خبرې نهايي کړې نه دي؛ د رسنیو عالي شورا غواړي چې په دغه برخه کې یوه پالیسي جوړه کړي چې وکولای شو د افغانستان په دننه کې او که چېرې د افغانستان څخه دباندې هم وي او په افغانستان کې اثرات لري؛ هغه ټولنیزې رسنۍ کنټرول کړای شو او پرې نږدو چې د ارزښتونو خلاف خپرونې وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو د فعالیتو د قانوني کولو په اړه کوم اقدام نه دی شوی چې دا په یوې نړېوالې ستونزې بدله شوې ده.

د کندز د سقوط پر مهال هم حکومت وویل چې د ټولنیزو رسنیو پر استعمال باید محدودیت وضع شي؛ خو معلومه نه ده چې حکومت به په دې برخه کې څه اقدام وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG