د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

مومند: افغانستان دې د سوداګرۍ په برخه کې یوازې پر پاکستانه تکیه نه کوي


که څه هم د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي؛ له پاکستان سره له لسيزو راهيسې په ټرانزيټ کې ستونزې موجودې دي او لا هم حل شوي نه دي؛ خو د هند لپاره د افغانستان سفير ويلي چې هڅه کېږي له هند سره خپل تجارت زيات او زياته استفاده به له پاکستانه پر غځېدلو لارو کوي.

د هندوستان ټايمز ورځپاڼې د راپور له مخې؛ افغان سفير "شيدا محمد ابدالي" چې د هند د وارداتي سازمانونو فډراسيون ته وينا کوله؛ وويل، له هند سره د تجارت اهميت ته په پام سره افغانستان غواړي د واګا بندر له ځمکنيو او د هند د عطاري سيمې د رېلګاډي له لارو څخه زياته استفاده وکړي.

ده دا يوازنۍ لارې وبللې چې کابل يې په مرسته کولاى شي له پاکستانه پر غځېدلو لارو خپل مالونه هند ته په اسانۍ او ارزانه انتقال کړي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي چې له هند سره تجارت د افغانستان په ګټه دى؛ په دې شرط چې پاکستان تېرو تجربو ته په پام سره بيا ځينې سرغړونې ونه کړي؛ يا هم افغان تجارانو ته ستونزې جوړې نه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال وويل؛ چې د پاکستان حکومت سياسي وضعيت ته په پام سره افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي؛ خپله تعرفه يې له مخکني خبرداري پرته لوړه کړې او يا هم د افغان تجارانو د مالونو مخه نيسي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونو مرستيال "يونس مومند" ازادي راډيو ته وويل؛ اوس افغانستان ته په کار ده چې د تجارت په برخه کې يوازې پر پاکستان تکيه ونه کړي:

"افغان حکومت ته په کار ده چې نورې بديلې لارې هم ولټوي. يوازې دې پر پاکستان تکيه نه کوي چې که د پاکستان لاره وه زموږ تجارت به روان وي؛ که دا لار نه وه، موږ به لاس تر زنې ناست يو.

په راتلونکي کې له پاکستان سره د نورو ستونزو د مخنيوي لپاره په کار ده په خپلو تړونونو کې نور هېوادونه هم شامل کړو.

کله چې د افټا تړون کوو، په کار ده د سارک سازمان نور غړي هېوادونه هم په تړون کې داخل شي؛ په دې توګه به د دغو هېوادونو فشار پر هغو هېوادونو راځي چې له ځينو تړونونو سرغړونه کوي."

افټا (AFTA) د اسيا د ازاد تجارت تړون دى چې د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو په ټولو اسيايي هېوادونو کې د توليداتو د ملاتړ لپاره ايجاد کړى دى.

د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي؛ پاکستان د مخکنيو تړونونو خلاف تېر کال د مېوو په موسم کې هم افغان سوداګرو ته ستونزې او خنډونه ايجاد کړل چې تعرفه يې درې برابره لوړه کړه او زياتې مېوې پر وخت تر مارکېټونو ونه رسېدې.

د هند لپاره د افغانستان سفير وايي؛ د نوې ډيلي او کابل ترمنځ د تجارت د زياتولو پراخې زمينې نه يوازې له ځمکنيو لارو بلکې د اورګاډو له لارې هم برابرې دي.

ده هيله وښوده چې هند او پاکستان به اجازه ورکړي چې افغانستان د پاکستان د لاهور او د هند د پنجاب ايالت د عطاري سيمې د اورګاډي له پټلۍ څخه په استفادې خپل مالونه تر هند پورې ورسوي.

شيدا محمد ابدالي وويل چې دا مهال د افغانستان او هند ترمنځ د تجارت ارزښت شا و خوا ٧٠٠ میليونه ډالرو ته رسېدلى دى.

XS
SM
MD
LG