د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

د پاریس د حملو طراح یوې انتحاري حملې ته راستون شوی و


د پاريس څارنوال وايي، د پاريس د تروريستي بريدونو يو طراح تر هغو حملو وروسته د پېښې ځاى ته ورستون شوى و او غوښتل يې د پاريس پر يوه تجارتي سيمه ځان وژونکى بريد وکړي.

د پاريس څارنوال "فرانسوا مولين" د سې شنبې په ورځ يوه کنفرانس ته وويل؛ د پاريس د تروريستي بريدونو يو طراح تر هغو حملو وروسته د پېښې ځاى ته ورستون شوى و او غوښتل يې د پاريس په يوه تجارتي سيمه کې ځان وژونکى بريد وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هغه ورځ پوليسو هڅه کوله برمته شوي کسان خوشې کړي.

فرانسوا مولين وويل، دوې اوونۍ مخکې په ترلاسه شوي ټليفون کې ثبت شوي اطلاعات ښيي چې "عبدالحميد اباعود" د باتاکلان د کنسرټ سالون ته ستون شوى و. هغه وخت محاصره روانه وه او ٩٠ کسان د وسله والو له خوا يرغمل شوي وو چې پوليسو يې د خوشې کولو هڅه کوله.

د پاريس څارنوال وايي، "عبدالحميد اباعود" او ورسره ملګري يې غوښتل د پاريس پر "لا ډفنس" سيمې چې د فرانسې مهم شرکتونه په کې دي؛ حمله وکړي.

اباعود د بجليم تابعيت لري او په پاريس کې تر هغو خونړيو بريدونو پنځه ورځې وروسته د پاريس په شمال کې د پوليسو په حمله کې د خپلې اکا له لور او يو بل تن سره يوځاى ووژل شو.

د پاريس په هغو حملو کې ١٣٠ کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپيان شول.

د پاريس څارنوال فرانسوا مولين وويل؛ د هغو اطلاعاتو له مخې چې تېره اوونۍ ترلاسه شوي؛ عبدالحميد او ورسره وژل شوي کس غوښتل تېره چهارشنبه او پنج شنبه پر لا دفنس سيمې بريد وکړي.

د پاريس د څارنوال په خبره؛ د هغه فرانسوي تبعه په اړه چې د پاريس په سان دينس سيمه کې يې عبدالحميد اباعود ته ځاى ورکړى و؛ رسماً تحقيقات پيل شوي دي.

فرانسوا مولين وايي، د تېرې اوونۍ د پنج شنبې په ورځ "جواد بن داود" شخصاً د تروريستانو هرکلى کړى و او په دې شک نه شته چې بن داود به هم د کوم تروريستيسازمان غړى وي.

جواد بن داود ويلي، مخکې تر دې چې د پوليسو له خوا ونيول شي؛ ورته ويل شوي وو، د درېيو ورځو لپاره دوو کسانو ته د استوګنې ځاى برابر کړي او په دې خبر نه و چې په دوى کې به پر يوه تن د يوې تروريستي ډلې د رهبرۍ شک کېږي.

د فرانسې د کورنيو ارو وزير "برنارد کازينو" د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د پارلمان غړو ته وويل؛ وروسته له هغې چې په فرانسه کې تر هغو حملو وروسته د ولسمشر فرانسوا اولاند له خوا بېړنى حالت اعلان شو؛ پر ١٢٤ کسانو لومړني تورونه پورې شول.

کازينو وايي، فرانسوي چارواکو ١٢٣٠ تالاشۍ کړي چې په بهير کې يې ٢٣٠ ميله وسلې نيول شوي دي.

XS
SM
MD
LG