د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

سلیم خان کندزي: په ننګرهار کې خپلسرو حرکتونو ته اجازه نه ورکوو


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي؛ هر هغه حرکت چې د نظام له همغږی پرته وي؛ هغه خپل سري دی او دوی به ورته اجازه ورنه کړي.

دا څرګندونې د ننګرهار والي سلیم خان کندزي د چهار شنبې په ورځ په هغه غونډه کې وکړې چې د دې ولایت په سلګونو قومي مشرانو؛ دیني علماوو، د ولایتي شورا او ولسي جرګې یو شمېر غړو په کې برخه اخیستې وه.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي وویل چې څو ورځې مخکې د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدير خپل وسله وال اچین ولسوالۍ ته استولي او هلته يې ورته کیمپ جوړ کړی.

ده وویل چې د ظاهر دغه حرکت له نظام سره په همغږی نه دی او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې په خپلسرو حرکتونو ولسونه انديښمن کړي:

"په نظام کې محلي پولیس یا نور پولیس دي دا لرو؛ له دې نه بغير هیچاته اجازه نه شته چې هغه ملیشې جوړې کړي او بیا په دې نامه چې خاورې نه دفاع کوو؛ هغه حرکتونه وکړي دا په ولس کې تشویش پيدا کوي."

دا په داسې حال کې ده چې حاجي ظاهر قدير دوه ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې وویل چې ده د ولسي خلکو پر مټ د داعش وسله والې ډلې پرضد مبارزه پیل کړې؛ خو په نظام کې ځينې کسان د ده مخه نيسي.

نوموړي تور پورې کړ چې د نظام ځینې چاراکي په غیرې مستقيم ډول د داعش ملاتړ کوي.

خو د ننګرهار د ملي امنیت مشر برید جنرال داد محمد حریفي پر امنيتي ارګانونو د تورونو پورې کول د هغوی په حق کې زیاتی وباله.

ده وویل چې امنيتي ارګانونو د وسله والو په مبارزه کې قربانۍ ورکړي او د دوی قربانۍ باید غلطې تعبير نه شي:

"د سربازانو غوښې ما د هغه کورنۍ ته ليږلي چې دا ستاسو د بچو جسد دی او بیا پر امنيتي ارګانونو تور ولګول شي؛ دا هغه جسد چې د خپلې خاورې د دفاع په خاطر د هغه کور ته لیږدول کیږي بیا پر هغه تور پورې کیږي دا به د انصاف نه لرې خبره وي."

خو د ننګرهار د ولایتي شورا وکيل ذبیح الله زمري د امنيتي ارګانونو او حاجي ظاهر قدير ترمنځ وروستۍ ناندرۍ د نظام پر تاوان وګڼلې او غوښتنه وکړه چې هر څوک له قانون څخه سرغړونه کوي:

"قانون شته، محکمه شته، څارنوالي شته ودې غواړي که څوک د قانون نه سرغړونه کوي محاکمه دې کړي؛ بندي دې کړي چې نورو ته عبرت شي؛ اما که د دې لپاره چې پرون په کابل کې وزير صاحبان راټول شوي وو؛ شپږ ساعته يې وخت ضایع کړ؛ نن په ننګرهار او سبا به په کندهار کې راټولیږي دا کارونه نظام ته تاوان رسوي."

له تېرو دوو میاشتو راهیسې له یوې خوا امنيتي ارګانوونه او له بلې خوا حاجي ظاهر قدير د داعش پروړاندې د مبارزې خبرې کوي؛ په داسې حال کې چې اوس هم د شینوارو په یو شمېر ولسواليو کې د داعش وسله واله ډله فعاله ده.

راپور: ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG