د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

په پرونۍ چاودنه کې ۸ وژل شوي ماشومان خاورو ته وسپارل شول


هغه ماشومان چې په کابل ښار کې د یوې سرګلولې د چاودنې په پيښه کې وژل شوي وو؛ د چهارشنبې په ورځ د خپلو خپلوانو له خوا په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شول چې ټولو یې سختې چیغې او ژړاوې کولې.

له جګړې چې ټول یې د کرکې او وحشت سمبول بولي؛ د یوې پاتې شوې ناچاودې سرګلولې په چاودنه کې اته ګلالي افغان ماشومان له خاورو سره خاورې کړل.

هغه کورنۍ چې یوه ورځ مخکې به یې د خپلو دغو اتو وژل شویو ماشومانو خنداوې او ماشومانه مستیو ننداره کوله؛ نن یې په وینو کې لت پت بې روحه جسدونه ګوري.

دا اته ماشومان چې د سه شنبې په ورځ د کابل په دیارلسمه حوزه کې د یوې سرګلولې په چاودنه کې وژل شوي وو؛ د چهارشنبې په ورځ یې مړي له یو عالم چېغو او ژړاوو سره له وزیر محمد اکبرخان روغتون څخه یوړل شول او تنکي جسدونه یې خاورو ته وسپارل شول.

"وروکی مې لاړ. خدای دې د جګړه مارو کورونه وران کړي. ټولو دغو ماشومانو تنکۍ هېلې درلودې یوه یې هم پوره نه شوه."

په دشت برچي د چهارشنبې په ورځ د دغو وژل شویو په یوه کور کې ژړاوې او چیغې وې. ټولو مورګانو د خپلو زامنو په غم کې سختې چیغې او ژړاوې کولې او له جګړو یې کرکه په چیغو او ژړاوو بیانوله.

یوه مور چې دوه زامن یې له لاسه ورکړي وايي چې واړه زامن یې فوټبال ته وتلي وو او له هغې خوا یې په وینو لت پت جسدونه راوړل شول.

"زامن مې له لاسه ورکړل. خدای دې د جګړه مارو کورونه وران کړي. کاش یو یې راته پاتې وای. زه اوس څه وکړم. د چاودنې غږ مې واورېد. لوڅې سر او پښې مې منډه واخیسته که ګورم د فوټبال په میدان کې مې زوی پروت دی او لاس یې پرې شوی دی. شونډې یې نه وې. ماغزه یې کوټه پراته و. غټ زوی مې هیڅ نه و. اوس مې یې مخ وکاته."

فرزانه، علي، رضا، قربان، مسعود، فرشاد او رامین چې له پنځو تر ۱۴ کلونو یې عمرونه وو؛ په دې پېښه کې وژل شوي او دوه نور ماشومان سخت ټپيان شوي دي.

د دغو وژل شویو ماشومانو له ډلې د یوه پلار چې په غزني کې څارنوال دی وايي چې دا یو ځای پر ځای شوی ماین و او تر اوسه یې څو ځله کورنۍ د وسله والو له خوا ګواښل شوې وې.

څارنوال محمد وايي:

"زه خپله په غزني کې پوځي څارنوال یم. تل هلته ګواښل کېدلم. په ټلیفون یې راته پیغام لیږه چې بچیان دې وژنو؛ دا یو ځای پر ځای شوی ماین و. اوس چارواکي ځان تېر باسي چې نه دا د هاوان سرګلوله وه."

خو د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرو جګړو په دې سیمه کې یوه ناچاوده سرګلوله موجوده وه چې ماشومانو پرې لوبه کوله او وچاودېده.

افغانستان هغه هېواد دی چې په تېرو درېیو لسیزو جګړو کې یې زیاتې سیمې په ماینونو پوښل شوي دي.

که څه هم حکومت او نړېوالو موسسو د ماینونو د پاکولو هڅې کړي دي؛ خو اوس هم وخت ناوخته د ماینونو او نورو ناچاودو جنګي مهماتو په چاودنو کې ګڼ شمېر خلک وژل کیږي او کورنۍ یې د تل لپاره د ویر په ټغر کښیني.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG