د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

د ترکیې له خوا د روسیې د جیټ نسکورولو اغیزې به څه وي؟


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي هیواد یې نه غواړي چې له روسیې سره تاوتریخوالی زیات کړي . نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړي چې ایف شپاړس جیټ الوتکو کې یې د روسیې یوه جنګي جیټ الوتکه نسکوره کړه . انقره ادعا کوي چې دا جیت الوتکه د دوی فضايي حریم ته ننوتې وه .

ویل کیږي د الوتکې یو پیلوټ په هغه سیمه کې چې د سوریې د حکومت مخالف وسلوال په کې فعال دي وژل شوی دی .
د روسیې ولسمشر دا د تر کیې له خوا د روسیې د چاقو ګوزار بللی دی . دا چې دا پېښه به څه عواقب ولري ازادي راډیو د یو شمیر نړیوالو پوځي څیړونکيو نظرونه پوښتلي دي .
د هارورډ د پوهنتون د روسیې د برخې څیړونکی ډیمیټري ګورینبورګ وايي:
” دا پېښه په داسې مهال رامنځ ته کیږي چې په مصر کې د روسیې یوه مسافر وړونکې الوتکې له لویدو او همدارنکه د پاریس له بریدونه وروسته د داعش پر ضد د یو پراخ نړیوال ایتلاف د جوړیدو ډیرې خبرې کیدې . تمه وه چې دا ټول هیوادونه به شریک کار پیل کړي . خو اوس روښانه شوه چې ددې هیوادونو د ګټو اختلاف د داعش پر ضد د یو شریک کمپاین پر مخ بیول ستونزمن کړي دي .“

د ایکانومیست اونیزې ایډییټر ایډوارډ لوکاس وايي:

” تر اوسه پورې په سوریې که د روسیې د عملیاتو بهیر د روسیې تلویزن کې ډیر ښه څرګندیده، توغندي به توغول کیدل او د روسیې جیټ الوتکو ویډیوګانو په ( ډراماټیکه ) توګه ښودل کیدلې . خو ننۍ پېښې وښوده چې دا ريښتینې جګړه ده او روسیه دا وړتیا نه لري چې ډاډمنه کړي الوتکې یې په سیمه کې په خوندي توګه الوتنې کولی شي . “

د لندن د کینګ کالج استاد الکساندر کلارکسن وايي :

” د ترکیې هغه څه ريښتیا هم نه وو خوښ چې روسیې په سوریه کې ترسره کول. سره له دې چې دا پوتین ته د امریکا سره یوه شخړه ښکاریده خو دا ترې دې ډیره ژوره وه . ترکیې پر لپسې روسیې ته خبرداری ورکړی و چې په خپل هوايي حریم کې به مداخله ونه مني . “

یو بل څیړونکي الیکس کوکخاروف وايي :
” لویه ستونزه دا ده چې د سوریې کړکیچ د یو نیباتي کړکیچ په بڼه پیل شوی ، دغلته تمویلونکي د شته وضیعت څخه ډیر لرې وو. ريښتیني جګړه سیمه ایزو نیاباتیانو په مخ وړې . اوس ددې جګړې د اصلي ملاتړو ترمنځ چې په دې کړکیچ کې له پوځي پلوه ښکیل دي ،فاصله پرلپسې نژدې کیږي .“

څیړونکی مارک ګالویټي وايي :

” که چیرې ترکیه ددې پېښې له کبله بښنه ونه غواړي موږ به د ترکیې او روسیې ترمنځ په په یو ډول د کشمکش شاهدان و اوسو. ښايي روسیه کردي سخت دریځو یاغیانو سره اضافي مرستې وکړې . روسیه ښايي په دې برخه کې خپل دودیز تکتیک وکاروي او هغه دا ده چې وايي : د خپل مخالف د تر ټولو سخت دښمن ملاتړ وکړه .“

د بهرنیو اړیکو لپاره اروپايي شورا کې ګاستف ګریسیل وايي:

” باید وګورو چې د ناټو نور غړي څه ډول عکس العمل ښيي . ستونزه دا ده چې ترکیه په سوریه کې او د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې په اړه ډیره دوه مخې پالیسي لري چې د ناټو نور غړي یې ډیر نارامه کړي . ترکیه اوس هم د داعش د غیرې قانوني تیلو تر ټولو لوی ترلاسه کونکی هیواد دی او ترکیه د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې سره د بهرینو وسلوالو د یو ځای کیدو تر ټولو مهمه لاره ده. “

ګاستف ګریسیل زیاتوي :

” اردوغان د لویدیځ له بشپړ ملاتړ څخه برخمن نه دی او یوازې دا چې روسیه د لویدیځ سره مخالفت لري دا معنی نه ورکوي چې لویدیځ به په دې اړه د ترکیې د هرې کړنې دفاع وکړي . “

XS
SM
MD
LG