د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

"لا هم د کانونو په تړون او استخراج کې ځینې جدي ننګونې موجودې دي"


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر وايي چې اوس هم د کانونو د قرارداد او رایستلو په برخه کې ځینې جدي ننګونې موجودې دي.

د زورواکانو، نا امنیو او بېلابېلو فشارونو موجودیت او کمزوری مدیریت د افغانستان د کانونو د تړونونو او را ایستلو په برخه کې له لویو خنډونو څخه بلل کیږي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر وايي چې په ټول هېواد کې د قانون یو شان نه پلي کېدل د دې لامل شوی چې پاسنۍ ستونزې رامنځته کړي.

داوود شاه صبا د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې څو ځله یې د هغو زورواکانو نومونه چې د کانونو په ناقانونه راایستلو کې لاس لري امنیتي ارګانونو ته ورکړي؛ خو په دې اړه کوم کار نه دی شوی.
"د زورواکانو په برخه کې موږ ټول افغانان پوهیږو چې ستونزه په کوم ځای کې ده او دا د قانون په حاکمیت پورې تړلې خبر ده. د څه باندې سلو کسانو لېسټ مو چې په ناقانونه توګه کانونه راباسي یو ځل نه پنځه ځله کشفي ارګانونو ته استولی؛ خو له بده مرغه تر اوسه یې نتیجه نه ده معلومه؛ ځکه چې په اړه یې کوم کار نه دی شوی."

ښاغلي صبا وویل چې اوس وخت د هېواد د کانونو عواید اتلس نیم میلیونه ډالره کیږي او دا د منلو وړ نه ده او همداراز د کانونو د مدیریت په برخه کې هم ستونزې موجودې دي او وزارت یې په دې برخه کې خلاص لاس نه لري.

د کانونو او پټرولیم وزیر وویل چې اوسنی سیسټم د کانونو راایستلو او تړنونو ته ځواب نه شي ویلی.

داوود شاه صبا همداراز نا امني یوه لویه ستونزه وبلله چې له امله یې ډېر خلک په کانونو باندې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

اخوا د افغانستان ولسي جرګه ټینګار کوي چې د هېواد د کانونو ټول تړونونه باید د ملي ګټو له مخې وشي.

د دې جرګې لومړي مرستیال ظاهرقدیر تر خپلې مشرۍ لاندې عمومي غونډې کې وویل چې د لویو کانونو په اړه پرېکړې باید ولسي جرګې ته هم واستول شي.

"په جدي توګه کوښښ وکړئ چې د کانونو په را ایستلو او تړونونو کې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسئ او ټول اسناد له ملي شورا سره شریک کړئ. د قانون له مخې د کانونو د لویو تړونونه په اړه باید د ولسي جرګې تایید هم واخلئ."

د ولسي جرګې ځینو غړیو هم وویل چې اړتیا ده؛ څو حکومت د مشخصو تګلارو په پام کې نېولو سره په هغو سیمو کې چې زورواکانو د کانونو امنیت له خطر سره مخ کړی دی؛ د هغوی مخه ونیسي.

د کانونو په اړه په داسې حال کې ولسي جرګې د کانونو وزیر ورغوښتی و چې د افغانستان د اقتصاد د پرمختګ یوه عمده لار د کانونو پر سر لویې پانګونې بلل کیږي؛ خو معلومه نه ده چې د زورواکانو په موجودیت سره به افغان حکومت څومره وتوانیږي له دې لارې اقتصادي پرمختګ ته ورسیږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG