د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

ګوتريس: ټول پناه غوښتونکي د ټروريزم قربانيان دي


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنر "انټونيو ګوتريس".
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنر "انټونيو ګوتريس".

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنر وايي، هغه کسان چې په دې وروستيو کې له خپلو هېوادونو وتلو ته مجبوره شوي؛ د ټروريزم اصلي قربانيان دي.

"انټونيو ګوتريس" د چهارشنبې په ورځ وويل؛ د دغو پناه غوښتونکو غوښتنې بايد له پامه ونه غورځول شي.

راپورونه وايي، په پاريس کې تر وروستيو خونړيو بريدونو وروسته؛ داسې اندېښنې پيدا شوي چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې ښايي د پناه غوښتونکو د منلو بهير سخت شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنر وايي؛ کډوال او پناه غوښتونکي د ټروريستانو اصلي قربانيان دي او ډېره مهمه ده چې دا دوه موضوعات سره جلا شي.

انټونيو ګوتريس جاپان ته د سفر پر مهال وويل؛ په پاريس کې وروستي تروريستي بريدونه؛ اروپا ته د کډوالو د تګ د زياتېدو له کبله نه دي شوي. د ده په خبره، د دغو پېښو ټول عاملان په اروپا کې لوى شوي دي.

ښاغلي ګوتريس دغه راز له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د کډوالو د بحران د حل لپاره ګډ اقدامات وکړي:

"ډېره مهمه ده چې اروپا په ګډه هڅې وکړي. دا ډېر اهميت لري چې د ژمي د سړې هوا له کبله د کډوالو د شمېر له کمېدو استفاده وشي او اروپايي ټولنه يو ميکانيزم ايجاد کړي چې تر ٢٠١٦م کاله پورې دغه بحران حل شي."

اروپا تر دويمې نړېوالې جګړې وروسته د روان ميلادي کال په بهير کې د کډوالو له سخت بحران سره مخامخه ده.

خو کله چې په اسلامي دولت ډلې يا داعش پورې تړلو وسله والو په فرانسه کې د خونړيو بريدونو له کبله ١٣٠ کسان ووژل؛ په اروپايي ټولنه کې د ناامنيو پر زياتېدو اندېښنې زياتې شوي دي.

په همدې حال کې د فرانسې صدراعظم مانويل والس د سې شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د سيمې هېوادونو ته د کډوالو ننوتل محدود کړي.

ده پخوا هم ټينګار کاوه چې په اروپا کې د کډوالۍ بحران په يو ډول د پاريس په حملو کې دخيل دى.

د ناامنيو له کبله په وروستيو کلونو کې شپېته میليونه کسان له خپلو سيمو او هېوادونو کډې کولو ته مجبوره شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري وايي چې د دويمې نړېوالې جګړې په وخت کې د بېځايه شويو کسانو شمېر پنځوسو میليونو تنو ته رسېده؛ خو اوس د پنځه اويا کلونو مخکې په پرتله وضعيت ډېر بحراني او د دغو کسانو شمېر زيات دى.

په دغو پناه غوښتونکو او کډوالو کې ډېرى يې د افغانستان، عراق او سوريې دي چې هڅه کوي له ٢٠١٥م کال مخکې ځانونه اروپا ته ورسوي او بيا د دې ټولنې په لوېديځو هېوادونو کې مېشت شي.

له دې سره همهاله، د اروپا د لوېديځ هېوادونو خبردارى ورکړى، چې ټول کډوال به له يو مخې ونه مني او ځينې به يې بېرته د هغوى اصلي هېوادونو ته ستانه کړي.

XS
SM
MD
LG