د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

"له ښځو سره د تشدد کچه لوړه شوې ده"


د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ښځو د برخې کمیشنره قدریه یزدان پرست
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ښځو د برخې کمیشنره قدریه یزدان پرست

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون یو تازه راپور وایې چې له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کېڅه باندې ۷فیصده لوړه شوې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې له ښځو سره فزیکي او جسمي تاوتریخوالی په تېره بیا د هغوی وژنه یو له ټکان ورکوونکو مواردو څخه دی چې روان کال د تېر کال د همدې مودې په پرتله شاوخوا دوه برابره زیات شوی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دغه راز په خپل راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو؛ ویلي چې د روان کال د حمل له لومړۍ څخه د سنبلې تر پایه په ټول افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۵۷۹ پېښې ثبت شوي دي.

دا پېښې تېر کال همدا موده ۲۴۰۳ مورده ثبت شوي وي.

د دغه کمیسیون د ښځو د برخې کمیشنرې قدریې یزدان پرست د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته په دې اړه وویل:

"کومې شمېرې چې موږ یې لرو په هېواد کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۷،۳۲ فیصده زیاتوالی ښيي. موږ د روان کال د شپږو میاشتو په ترڅ کې د ښځو د وژنې ۱۹۰ پيښې ثبت کړي دي."

د مېرمن یزدان پرست په وینا، د ښځو د وژنې له مواردو څخه څه باندې سل پېښې یې ناموسي وژنې دي چې د ۵۱ پېښو عاملین یې تر اوسه نیول شوي دي.

دې زیاته کړه چې د ښځو د وژنې ارقام تېر کال یوازې ۸۱ مورده ثبت شوي وو.

د بشرد حقونو په راپور کې د دې تر څنګ رواني؛ لفظي، اقتصادي او جنسي تاوتریخوالی هغه پيښې دي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په کې زیاتوالی راغلی دی.

راپور له ښځو سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو عمده عوامل د معافیت فرهنګ؛ اداري فساد، د تاوتریخوالي په پيښو کې د قومي متنفذینو لاسوهنه، د دولتي ادارو تر منځ نه همغږي؛ عدالت ته د ښځو کم لاس رسۍ او داسې نور موارد بولي.

په همدې حال کې د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون د ښځو د برخې کمیشنره قدریه یزدان پرست وایي؛ دوی له ښځو سره د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره یو شپاړس ورځنۍ کمپاین پيل کړی دی.

دا وایي، د همدې کمپاين په لړ کې به له دیني عالمانو مرسته وغواړي؛ څو په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوۍ زیات کړي.

"موږ دیني عالمانو ته مخه کړه او پرېکړه مو کړې چې د عالمانو له رسمي شورا سره هم ناسته ولرو؛ څو له دغې منفي پدیدې سره د منبرونو له لارې مبارزه او پوهاوی وکړو."

د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې له خوا له ښځو سره د تاوتریخوالي د منع قانون نه تصویبېدل د تاوتریخوالي د زیاتېدو یو لامل بولي.

دوی همدا راز وړاندیز کوي چې حکومت باید د دغې پدیدې د له منځه وړلو لپاره د عامه پوهاوي لپاره زیات کار وکړي او د ټولو لپاره عدالت ته د لاسرسي په خاطر زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG