د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

"ډېر ژر به د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د غوراوي کمېټه رسماً خپل کار پيل کړي"


د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

د حکومت اجراییه ریاست وایي، د روانې اونۍ تر پایه به د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د غوراوي کمیټه رسماً خپل کار پيل کړي.

تمه کیږي د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د غوراوي کمیټه خپل کار پیل او ژر تر ژره د انتخاباتي کمیسیونونو د غړو لست جمهوري ریاست ته واستوي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د چهارشنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل؛ هڅه کیږي څو د روانې اونۍ تر پای ته رسیدو مخکې د غوراوي کمېټه خپل کار پيل کړي.

ښاغلي فیصل وویل چې که د غوراوي کمېټه ژر تر ژره په فعالیت پیل و نه کړي؛ نو راتلونکي انتخابات به له جدي ستونزو سره مخامخ شي:

"د همدې اونۍ تر پایه به رسماً خپل کار پيل کړي او د انتخاباتي کمیسیونونو د کمیشنرانو پیشنهادي لست به د افغانستان حکومت ته وړاندې کړي. که پيل نه شي نو موږ به زیات وخت له لاسه ورکړو او هغه هدف ته چې د انتخاباتي نظام اصلاح دی؛ هغه ته به په خپل وخت و نه رسیږو."

د غوراوي کمېټه د روان کال د میزان په میاشتې کې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون او د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو په وړاندیز د جمهور رییس د حکم له مخې رامنځ ته شوه.

دا کمېټه دنده لري، څو د انتخاباتي کمیسیونونو د غړیتوب لپاره کسان جمهوري ریاست ته معرفي کړي.

اجراییه ریاست په داسې حال کې د غوراوي کمیټې د فعالیت د پیلېدو خبره کوي چې د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وایي چې د دغې کمیټې تر لومړنۍ غونډې وروسته به د انتخاباتي کمیسیونونو د ۳۶ غړیو لست جمهوري ریاست ته واستول شي.

جمهور رییس به د پيشنهاد شویو کسانو له ډلې څخه اووه کسه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کمیشنرانو او پنځه نور یې د شکایتونو د کمیسیون لپاره وټاکي.

په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یو چارواکی چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه آزادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون او د غوراوي کمیټې له فعالیتونو سره مخالف دی او په خبره یې چې په راتلونکي کې د هر ډول بحران مسوول به حکومت او دغه کمیسیون وي.

اخوا د شفافو انتخاباتو د بنسټ رییس او د غوراوي د کمیټې غړی محمد نعیم ایوب زاده وایي چې د دغې کمیټې ټولې حقوقي او تخنیکي چارې پای ته رسېدلي او د ولسمشر د حکم له مخې به رسماً کار پيل کړي.

"خوشبختانه له حقوقي او تخنیکي اړخه ټول کارونه بشپړ شوي دي. په رسمي ډول د غوراوي کمیټې د کار د پيلولو لپاره جمهور رییس هدایت ورکړ؛ څو د غوراوي کمېټه خپل کار پيل کړي.

په تخنیکي بحث کې هغه کسان چې معرفي شول د هغوی تر منځ انتخابات وشول. یوازې ټول دې ته انتظار دي چې ولسمشر لومړنۍ رسمي غونډه په خپله پيل کړي."

که څه هم ښاغلي ایوب زاده د دغې کمیټې د غړیو نومونه یاد نه کړل؛ خو په خبره یې اووه تنه چې درې یې د مدني ټولنې غړي او څلور نور یې حکومتي کسان دي؛ ټاکل شوي دي.

خو د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط آزادي راډیو ته وویل چې محمد نعیم ایوب زاده، مېرمن زرقا، فهیم دشتي، مولوي دین محمد ګران، لطف الرحمن هوتک، ضیا لنګري او دانش د غوراوي د کمیټې غړي دي.

XS
SM
MD
LG