د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

پاکستان له طالبانو سره د افغانستان د سولې لپاره نوي وړاندیزونه لري


داسې ښکاري چې نړېوال پیاوړي هېوادونه د پاکستان د حکومت د نوې وړاندیز پلوي کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

یو شمېر افغان، لویدیځو او پاکستاني سرچینو ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان غواړي دا موضوع راتلونکې میاشت د اسیا زړه په کنفرانس کې چې په اسلام اباد کې جوړیږي، راوړاندې کړي.

خو دا خبرې له ګواښونو سره مخامخ دي. روانه اونۍ د افغانستان ماليې وزیر په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم سره خبرې وکړې او د سې شنبې په ورځ اکیل حکیمي په کابل کې خبرې غونډې ته وویل چې کله نوازشریف ورسره ژمنه وکړه چې اسلام اباد د سولې په خبرو کې مرستو ته چمتو دی، ده ورته وویل:

"ستاسو له دې نیک نظره مننه کوو، خو د افغانستان لوري هیله د سولې په برخه کې دا ده چې پاکستان عملي ګامونه واخلي، ځکه چې پر دغو عمومي خبرو مخکې هم بحثونه شوي او خبرې شوې دي."

یو لورته کابل د اسلام اباد پر نیت شکمن دی چې په ظاهره د سولې د خبرو هڅې کوي، خو وسله والو ته یې په ښکاره پناه ورکړې او په پټه یې ملاتړ کوي. بل لور ته طالبان دوه ډلې شوي دي.

یوې لویدیځې سرچینې په وروستیو کې له امریکایي چارواکو سره د پاکستان د لوی درستیز جنرال راحیل شریف د خبرو په اړه وویل چې پاکستاني جنرال په واشنګټن کې پر دې ټینګار کاوه چې د کابل او طالبانو ترمنځ دې د سولې خبرې بیا پیل شي.

دې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان هڅې کوي د اسیا زړه کنفرانس پر مهال چې د ډېسمبر په ۷-۸ دی پیلېږي د سولې د خبرو پر نوي پړاو موافقه وشي.

د سرچینې په وینا اسلام اباد د کابل د قناعت لپاره نوي وړاندیزونه لري او غواړي چې په دې غونډه کې پر اوربند سلا وشي یا موافقه وشي چې شخړې راکمې شي.

همدغه غربي سرچینه په ورته وخت کې وایي چې چین، د سیمې اکثر قدرتونه او د افغانستان ګاونډي هم د دې ملاتړ کوي او واشنګتن هڅې کوي چې د کابل او اسلام اباد تر منځ یوه موافقه وشي څو دا وړاندیزونه عملی شي.

بل لور ته ارګ ته یوې نژدې سرچینې د ازادي راډيو ګندهارا ویبپاڼې ته ویلي دی چې په لنډو ورځو کې به د پاکستان د صدراعظم جګپوړی سلاکار سرتاج عزیز او بیا لوی درستیز جنرال راحیل شریف کابل ته ولاړ شي او له افغان چارواکو سره به پر دې خبرې وکړي چې څرنګه له طالبانو سره د سولې بل پړاو پیلیدای شي.

XS
SM
MD
LG