د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو یو پلاوی کابل ته راغلی


د خیبر پښتونخواه ایالت پخوانی وزیر آفتاب احمد خان شېرپاو هم د دغه پلاوي غړی دی
د خیبر پښتونخواه ایالت پخوانی وزیر آفتاب احمد خان شېرپاو هم د دغه پلاوي غړی دی

د پاکستان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو د سیاسي څېرو یو پلاوی په داسی حال کی افغانستان ته راغلی چی د کابل او اسلام آباد اړیکې په دې وروستیو کې ډیرې ترېنګلې شوې دي.

دا لس کسییز پلاوی په کابل کې د اکبرخان لالا د فاتحې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ له افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو، سولې پروسې او پر داسې نورو مسایلو هم خبرې کوي.

د سرحدونو او قبایلو چارو مسلکي مرستیال عبدالغفور لېوال د پنجشنبی په ورځ ازادي راډیو ته وویل چی په دې پلاوي کې مهم سیاسي کسان شته چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالاتونو کې له ډېر نفوذ څخه برخهمن دي.

ښاغلي لېوال وویل:

"د خیبر پښتونخوا او بلوچستان شاوخوا ۱۰ تنه ملي او سیاسي مشران به له افغان مشرانو او سیاسی څېرو سره خبرې وکړي. په دې خبرو کی به د سیمی او سولې په موضوع او همداراز د ډیورنډ کرښې او په دواړو خواوو کی د شته ستونزو په هکله خبرې آترې وشي."

آفتاب احمد خان شېرپاو، اسفندیار ولی خان، افراسیاب خټک، سناتور عثمان کاکړ او محمود خان اڅکزی په دې ۱۰ کسیز پلاوي کې له با نفوذو او مهمو سیاسي څېرو څخه بلل کېږي.

دوی له دې وړاندې هم افغانستان ته ډېر سفرونه کړي او له افغان چارواکو سره یی د کابل او اسلام آباد د اړیکو او په دې هېواد کې د سولې پروسې د بریا په اړه خبرې کړي.

خو د دې پلاوي سفر کابل ته څومره مهم دی او له سیاسی اړخه به افغانستان ته څه ګټه ولري؟

د ولسی جرګې غړی سخي مشواڼی دې پوښتنې ته ځواب وایی:

"د پلاوو خبره منفی نه ده بلکې مثبت اړخونه لري، خو له بده مرغه چې لیدنه وشي او بیا پرې اقدام نه کېږي. دا چی کله هغوی دلته څه اوري او وایی خپل حکومت او پارلمان ته یی ووایی او یا هم کله چې زموږ پلاوی هلته ځي له خپل حکومت سره یی نتایج شریک کړي او ستونزو ته حل لاره ومومي."

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو دا پلاوی په داسې حال کی کابل ته سفر کړی چی ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د پاکستان د صدراعظم ستر سلاکار سرتاج عزیز او د دې هېواد د پوځ لوی درستیز راحیل شریف هم کابل ته راشي.

که څه هم تر اوسه افغانستان ته د ښاغلي عزیز او شریف د سفر د اجنډا په اړه څه نه دي ویل شوي خو تر ډېره به د سولې پر پروسه، د دواړو هېوادونو پر اړیکو او داسې نورو مسایلو تمرکز وشي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG