د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

واشنګټن غواړي له افغانستان سره بیا هم میلیاردونه ډالره مرسته وکړي


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش جان سوپکو
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش جان سوپکو

واشنګټن غواړي چې له افغانستان سره په میلیارډونو ډالر تازه مرستې وکړي. دا کومکونه د دې سربیره کیږي چې د امریکایي ځواکونو شمېر په دغه هېواد کې په کمیدو دی او د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د ادارې سرمفتش وایي چې لا هم ناوخته نه دی چې د هغه اداري فساد مخه ونیول شي چې په تیرو ۱۴ کلونو کې یې د افغانستان د بیارغاونې هڅې اغیزمنې کړې دي.

د ۲۰۰۱ کال د سېپتمبر له ۱۱مې راوروسته چې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې مداخله وکړه، متحد ایالتونو تر یو ترلیون ډالر ډیرې پیسې په دغه هېواد کې مصرف کړې دي چې په دغو کې یوسل او لس میلیارډه ډالر د افغانستان د بیا رغاونې په برخه کې لګیدلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د ادارې یا سیګار سرمفتش جان سوپکو تر درې کلونو ډیره موده وشوه چې په افغانستان کې د هغو پروژو فساد څیړي چې امریکا یې تمویلوي.

جان سوپکو وایي، څه چې ماته معلوم شوي دي نو ستونزه یوازې په افغانانو کې نه ده، مشکل په دې کې هم دی چې د امریکا حکومت د رغاونې کارونه څرنګه په افغانستان کې مخته وړې دي.

جان سوپکو وایي، امریکایانو هم پیسې بې ځایه مصرف کړې دي.

سوپکو زیاته کړه چې د امریکا دفاع وزارت او د امریکا نړېوالې پرمختیایي ادارې په افغانستان کې یو شمېر داسې پروژې تطبیق کړې دي چې پلانونه یې برسیره او کمزوري وو.

د دغو پروژو حساب کتاب هم ګونګ دی. سوپکو زیاته کړه چې دغو ادارو ډیر کله له یوه بل سره هماهنګي نه ده کړې څو ګټورې پروژې وړاندې کړي.

اشوشیټېډ پریس اژانس یو شمېر دغه ډول پروژو ته اشاره کوي او د سیګار په وینا په اکتوبر کې د افغانستان په شمال کې د ګازو یوه پروژه یادوي چې پر دې پروژې ۴۳ میلیونه ډالر لګول شوي خو کله هم له دې پروژې کار نه دی اخیستل شوی، ځکه چې اړتیا یې نه وه.

سوپکو وایي، ورته یو مرکز په ګاونډي پاکستان کې ښایي په درې لکه ډالرو جوړ شي.

د مې په میاشت کې سوپکو د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر ته ولیکل چې په افغانستان کې دفاع وزارت د امریکایي ځواکونو لپاره د ۳۶ میلیونه ډالرو په ارزښت یو ګودام جوړ کړ خو کله هم استفاده ترې ونه شوه.

د سپتمبر په میاشت کې سیګار راپور ورکړ چې درې امریکایي پوځیان له څلورو تر اتو کلونو د دې لپاره زنداني شول چې په کندهار کې یې تر ۱۰میلیونه ډالرو ډيرو پیسو په ارزښت د تیلو په غلا کې لاس درلود.

جان سوپکو وایي، کومې پیسې چې ضایع شوي دي، هغه ضایع شوي دي خو لا هم موږ ۱۰میلیارډه ډالرو لرو چې نه دي مصرف شوي او موږ ښایي په راتلونکو کلونو کې له شپږو تر ۱۰ میلیارډه ډالر په افغانستان کې هرکال مصرف کړو او که داسې ونه کړو د افغانستان حکومت سقوط کوي.

XS
SM
MD
LG