د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

له ترکیې څخه لسګونه ایستل شوي افغان کډوال کابل ته راورسېدل


د حامد کرزي د نړېوال هوایي ډګر مسوولینو له څو ساعته ځنډ وروسته هغو افغانانو ته د افغانستان خاورې ته د راتګ اجازه ورکړه چې له ترکیې څخه ایستل شوي وو.

ترکیې لسګونه هغه افغانان چې غوښتل یې د دغه هېواد له لارې ځانونه اروپا ته و رسوي، بېرته افغانستان ته رالېږلي دي.

د دغو ایستل شویو افغانانو الوتکه د پنجشنبې په سهار کابل ته راورسېده. خو ویل کېږي چې د ترکیې حکومت له مخکې نه د افغانستان له حکومت سره په دې اړه اړیکه نه وه نیولې.

د حامد کرزي په نړېوال هوایې ډګر کې د سرحدي پولیسو عمومي قومندان جنرال حق نواز حقیار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغو افغانانو شمېر ۱۸۱ کسه وو او پرته له دې چې دوی ته خبر ورکړل شي په یوې ترکۍ الوتکه کې کابل ته راواستول شول.

ښاغلي حقیار وویل چې دوی دا کسان بررسي کوي څو معلومه کړي چې په دغو کډوالو کې بهرني وګړي موجود نه وي:

"دا بېلابېل کسان له بېلابېلو ولایاتو څخه دي. تر اوسه مو پروسس کړي نه دي څو تثبیت شي چې زموږ د افغانستان دي او که له نورو همسایه ملکونو څخه به هم په کې وي."

د حامد کرزي د نړېوال هوایي ډګر یوې بلې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې په دغو کډوالو کې شپږ تنه پاکستاني وګړي تثبیت شوي دي.

ده وویل چې یوازې افغانانو ته به افغانستان ته د راتلو اجازه ورکړل شي او بهرني وګړي به بېرته د همدې الوتکې له لارې ترکیې ته ولېږل شي.

په همدې حال کې د یعقوب خان په نوم یو تن له دغو افغان کډوالو څخه ازادي راډيو ته وویل چې له ترکیې څخه دوی په زوره ایستل شوي او له دوی سره هلته ډېر بد چلند شوی دی.

یعقوب خان زیاتوي:

"زه د افغانستان له بلخ ولایت څخه یم. زموږ له افغانانو وروټو سره په ترکیه کې ډېر ظلم کېږي. داسې ورځې راغلي چې موږ ته یې درې ورځې ډوډۍ نه ده راکړې. هلته د ترکیې پولیسو موږ ونیولو او بویې تلو زندان ته. هلته یې راسره ډېر زیاتی کړی. نه اوبه او نه هم ډوډۍ وه، په توره کوټه کې پراته وو."

نوموړي دا هم وویل چې یو شمېر نورې افغانې کورنۍ هم هلته شته چې ویل کېږي په راتلونکو څو ورځو کې به هغوی هم افغانستان ته راواستول شي.

په همدې حال کې د حامد کرزي په هوایې ډګر کې د کډوالو چارو وزارت یوه استازي عبدالواسع ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، چې ترکیې په زوره دا کسان له خپلې خاورې ایستلي دي او دوی په جریان کې نه وو.

وړاندې له دې د افغانستان حکومت له اروپايې هېوادونو غوښتي و، هغه افغانان چې له غیرقانوني لارو اروپا ته ځي له خپلو خاورو ونه باسي ځکه هغوی اقتصادي مهاجر نه بلکې هغه کسان دي چې د نا امنیو له امله کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG