د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

ترکيي روسي الوتکې ته د خبرداري ثبت شوی غږ خپور کړ


د ترکیې پوځ هغه څه خپاره کړي چې دوی یې ظاهراً د هغه خبرداري غږ بولي چې وایې، د روسیې جټ الوتکې ته تر ویشتل کیدو دمخه ورکړل شوي وو.

په دې غږ کې چې په انګلیسي ژبه دی د مسیر د بدلون غوښتنه شوې ده.

ترکیه وایې، مخکې تر دې چې روسي جټ وویشتل شي؛ ۱۰ځله دغه خبرداری ورکړل شو، خو هغه روسی پیلوټ چې له دې پېښې ژوندی ووت وایې، دوی ته هیڅ ډول خبرداری نه دی ورکړل شوی.

له تیرو څو ورځو راهیسې چې د ترکیې پر پوله د روسیې جټ الوتکه ویشتل شوې، دواړه هېوادونه د پېښې د څرنګوالي په اړه ضد او نقیضې څرګندونې کوي.

د ترکیې پوځ په یوه تازه پیغام کې یو غږ خپور کړی چې دوی وایې، هغه خبرداری دی چې روسي جټ الوتکې ته یې تر ویشتل کیدو دمخه ورکړی دی.

دغه ثبت شوی غږ په انګلیسي ژبه دی او په کې ویل شوي چې:

"خپل مسیر ژر د جنوب لوري ته واړوه."

دغه پیغام بیا-بیا تکرار شوی دی.

ترکیې له وړاندې هم ویلي وو چې د دوی هوایې حریم ته د روسي جټ الوتکې تر ننوتلو وروسته یې د پنځو دقیقو په ترڅ کې ۱۰ ځلي دغه پیغام ورکړی دی، خو د دوی په خبره روسي پیلوټانو هغه په پام کې ونه نیو او الوتکه وویشتل شوه.

بل خوا د روسي سو ۲۴ ډوله جټ الوتکې هغه پیلوټ چې له پېښې څخه ژوندی ووت، د روسیې دولتي رسنیو ته ویلي چې له دوی سره هیڅ ډول اړیکه نه ده نیول شوې.

کنستانتین موراختین Konstantin Murakhtin چې په سوریې کې یې د روسیې له پوځي اډې څخه خبرې کولې وویل چې دوی هغه سیمه ډیره ښه پیژندله چې پر سر یې الوتنه کوله او زیاتوي د دوی الوتکه ان د یوې ثانیې لپاره هم د ترکیې حریم ته نه ده ننوتې.

ښاغلي موراختین زیاته کړه:

"په حقیقت کې هیڅ خبرداری نه دی راکړل شوی، نه د راډیو له لارې او نه موڅه لیدلي دي.

له همدې کبله موږ په عادي ډول پر خپل پوځي مسیر روان وو.

که دوی غوښتل چې موږ ته خبرداری راکړې نو کولای یې شو چې خپل ځانونه په موازي مسیر کې راوښیې، خو هلته هیڅ هم نه وو.

دفعتاً زموږ د الوتکې شاتنۍ برخه ولګیده او موږ ان په سترګو څه ونه لیدل چې د تېښتې مانور اجرا کړو."

کنستانتین د دغې الوتکه یو له دوو پیلوټانو څخه وو چې تر ویشتل کیدو وروسته یې له خپل ملګري پیلوټ سره یوځای ځان په پراشوټ کې وغورځاوه او ژوندی پاته شو چې بیا وروسته د روسیې د ځانګړو ځواکونو له خوا د سوریې په خاوره کې وموندل شو.

دوهم پیلوټ بیا ځمکې ته تر رسیدو دمخه په سوریه کې د وسله والو یاغیانو له خوا د سپکو وسلو په ډزو ووژل شو.

د ځینو راپورونو له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پیلوټ اولیګ پیشکوف Oleg Peshkov ته چې په دې پیښه کې ووژل شو، د خپل هېواد تر ټولو لوړ افتخار او د روسیې د قهرمان لقب ورکړ.

د ولسمشر پوتین دغه حکم د نومبر پر ۲۵ د کریملین پر ویب پاڼه خپور شو.

له دې کبله چې روسیه د خپلو پوځي تلفاتو په اړه معلومات نه خپروي، نو ځکه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ولې دغه لقب پیشکوف ته ورکړل شو، خو په اعلامیې کې دومره ویل شوي چې دا لقب تر مړینې وروسته ورکول شوی دی.

په همدې اعلامیه کې ویل شوي چې د روسیې د سمندري ځواکونو هغه سرتیري ته چې د ژوندي پاته شوي پیلوټ د ژغورنې عملیاتو پرمهال په سوریې کې وژل شوی، د زړورتیا مډال ورکړل شوی دی.

دغه راز ولسمشر پوتین همدا افتخاري مډال د پېښې څخه ژوندی پاته شوی پیلوټ کنستانتین موراختین ته هم ورکړ.

د نومبر د ۲۴ نېټې دغې پیښې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا رامنځته کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایې، د روسي الوتکې ویشتل ښایې له وړاندې پلان شوی او پارونکی عمل وي. دی وایې، انقره او متحدین یې غواړي هغه څه پټ کړي چې د ترکیې هوایې ځواکونو ترسره کړه.

بل خوا امریکا او نړېوالې ټولنې هم د دې پېښې په غبرګون کې ویلي چې ترکیې حق درلود د خپلې خاورې او پولي دفاع وکړي.

د ناټو غړي هېوادونه هم وایې، د دوی ارزونې د هغو معلوماتو سره ورته والی لري چې ترکیې خپاره کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر بیا پرون په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې دوی شک لري چې دا پیښه دې تصادفي وي.

لاوروف وړاندې ویلي چې مسکو د دې الوتکې په اړه معلومات راټول کړي او اماده دی چې له نړېوالې ټولنې سره یې شریک کړي.

XS
SM
MD
LG