د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

له افغانستان سره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د مرستې ژمنه


د ولسي جرګې اداري پلاوی د امریکا هغه ژمنه یو نیک اقدام بولي چې له مخې یې دغه هېواد د افغانستان لپاره بې پيلوټه کشفي الوتکې جوړوي.

د دغې جرګې دویم مرستیال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا مرسته کولای شي د افغانستان په استخباراتي برخه کې ګټوره تمامه شي.

د کشفي الوتکو موجودیت کولای شي په افغانستان کې له داعش او نورو ترورېستي ډلو سره مبارزه چټکه کړي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال د دغه مطلب په څرګندولو سره وایي چې د دې ترڅنګ اړتیا شته څو له افغانستان سره د جنګي الوتکو مرسته هم وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزارت په حواله راپورونه وایې چې دغه هېواد د افغانستان لپاره د اتو بې پيلوټه کشفي الوتکو د جوړېدو تړون په دغه هېواد کې یوې کمپنۍ ته سپارلی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی د دې اقدام هرکلی کوي او هیله من دي چې ژر تر ژره عملي شي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"دغه مرستې زه یو نیک ګام ګڼم او په ورته وخت کې دا غوښتنه هم کوم چې د جنګي الوتکو مرسته هم وکړي."

د امریکا د دفاع وزارت په حواله راپورونه همدا راز وایې چې دغه هېواد غواړي د افغانستان له هوایې ځواکونو سره په راتلونکي کې مجموعاً د پنځه شپیته دا ډول الوتکو مرسته وکړي.

د دغو راپورونو له مخې د امریکا دفاع وزارت د دغو الوتکو د جوړېدو لپاره له یوې امریکایي کمپنۍ سره د ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی او تمه کېږي د دغو الوتکو د جوړېدو کار تر ۲۰۱۸ کاله پورې بشبړ شي.

د معلوماتو له مخې دا الوتکې "سکن ایګل" نومېږي او د امریکایې "بویېنګ" کمپنۍ له خوا له ټولو تدارکارتو او د کارونې له روزنې سره جوړېږي.

د امریکا د دفاع وزارت وایي، افغانستان مکلف دی څو له خپلې پوځي بودجې څخه د دغه رقم ۵۳ میلیونه ډالر ورکړي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د امریکا د دې مرستو په جریان کې نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان په وروستیو کې ویلي چې لوېدیځ ځواکونه د افغان هوایي ځواکونو د پیاوړي کېدو لپاره په سستۍ عمل کوي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو ځيني کارپوهان وایي چې د هوایي ځواکونو په برخه کې د امریکا د مرستو ژمنې باید عملي شي.

جنرال امر الله امان یو له دغو کارپوهانو څخه ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې په هوایي برخه کې مرستو ته جدي اړتیا لري.

ښاغلی امان زیاتوي:

"په افغانستان کې دې ته شدیداً تقاضا احساسېږي. زه هیله من یم هغو سیمو ته چې ضرورت احساسېږي او شوی دی، هغه سیمې په نظر کې ونیسي او اکمال یې کړي."

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې ملي اردو د امنیت د ټینګښت لپاره د خپلو هوایي ځواکونو پیاوړتیا ته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې اوس مهال دا هېواد د څو ټرانسپورټي الوتکو او هلیکوپټرو نه پرته، نور کافي هوایې تجهیزات نه لري.

خو ناټو ژمنه کړې چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه به افغان هوایې ځواکونه پیاوړي کوي.

XS
SM
MD
LG