د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

مدني ټولنې: حکومت د وروستیو امنیتي پيښو په کنټرول کې پاتې راغلی


د مدني ټولنې او بشري حقونو فعالانو په هېواد کې د وروستیو ناامنیو په اړه اندېښنه وښوده او حکومت یې د پېښو په کنټرول کې کمزوری وباله.

دغو فعالانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې سړي تښتونو او د ملي شخصیتونو هدف ګرځونو ته په اشارې وویل چې د ورته پېښو دوام به د هېواد وضعیت لا خراب کړي.

په کابل او ځېنو نورو ولایتونو کې څو وروستیو امنیتي پېښو د مدني ټولنو او بشري حقونو فعالان اندېښمن کړي دي او هغوی حکومت د امنیت په ټینګښت کې په کمزورۍ تورنوي.

یو شمېر دغو فعالانو د پنجشنبې په ورځ په کابل په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې حکومت باید د خلکو د ځاني خوندیتوب په اړه دومره بې تفاوته پاتې نه شي.

د دغو فعالانو له ډلې احمد ذکي اعلامیه ولوسته چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي دي.

"په مرکز کابل او نورو ولایتونو کې د خلکو تښتونې او ناامنۍ د خلکو لپاره اندېښنې پیدا کړي.

موږ د تروریستي پېښو شاهدان و. د ۲۰ملکیانو تښتونه هغه هم په هغه سیمه کې چې پخوا په کې خلک تښتول شوي و او د مطرح کسانو په سر هدفي برېدونه چې یوه بېلګه یې ښاغلی سعیدي دی دا ټول د خلکو لپاره سخت د اندېښنې وړ دي."

د روانې اوونۍ په سه شنبې ورځ په یوه پخواني افغان ډېپلوماټ احمدسعیدي باندې ډزې او په زابل کې د یو شمېر کسانو تښتول هغه پيښې دي چې د خلکو اندېښنې یې لا پسې زیاتې کړي دي.

دغو فعالانو له حکومته وغوښتل چې د ناامنیو په اړه بې تفاوته پاتې نه شي او ټینګار یې وکړ چې د وروستیو سړي تښتونو او د مطرح شخصیتونو د هدف ګرځوونکو د تعقیب لپاره باید لستوڼي بډ وهي.

دوی په داسې حال کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه چې څه وخت مخکې په زابل کې د اوو افغانانو د وژنې په غبرګون په لسګونه زره خلکو په کابل ښار کې پراخې مظاهرې وکړې او حکومت یې تورن کړ چې د خلکو امنیت نه شي نیولی.

اخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې امنیتي منسوبین هڅه کوي څو د خلکو لپاره د امن فضا رامنځته کړي.

ښاغلي صدیقي ازادي راډیو ته وویل، د پخواني ډپلوماټ او سیاسي کارپوه احمدسعیدي د قضیې د تعقیب ترڅنګ افغان ځواکونه تر بل هر وخته زیات د امنیت د ټینګښت په هڅه کې دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت په خاصه توګه د کورنیو چارو وزارت ډېر کوښښ کوي چې د خلکو امنیت وساتو.

کومه پېښه چې په سعیدي صاحب شوې د کابل پولیس او نور امنیتي ځواکونه په ګډه کار کوي چې د دې قضیې عامل ونیسي.

په عین حال کې په زابل او نورو ځایونو کې چې پيښې رامنځته شوي دولتي ځواکونه یې څیړي او د خلکو لپاره کار کوي."

دا لومړی ځل نه دی چې د بشري حقونو او مدني ټولنو فعالان په هېواد کې د ناامنیو په اړه اندېښنه ښکاره کوي له دې مخکې هم په وار مدني فعالانو خپل غږ پورته کړی و.

دغو فعالانو وویل، که حکومت د وسله والو مخالفینو د له منځه وړلو او د امنیت د تامین لپاره خپلې هڅې زیاتې نه کړي او نوې او موثرې لارې ونه لټوي وضعیت به په هېواد کې تر دې هم خرابه شي.

صفي الله ستانکزی- کابل

XS
SM
MD
LG