د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

د افغانستان په سوله کې به د ګلبدین حکمتیار ونډه څه وي؟


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا د نړېوالو ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د انتخاباتو غوښتنه کړې ده.

حکمتیار په یوه نوي وېډیویي پیغام کې چې اسوشیټېډ پرېس ترلاسه کړې ویلي چې په افغانستان کې سوله ممکنه ده او جګړې بندیدای شي خو یوازې په هغه صورت کې چې نړېوال ځواکونه ووځي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په یوه تحلیلي راپور کې دې ته کتنه کړې چې د پخلاینې په صورت کې به د حکمتیار ونډه څه وي؟

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې له ۴۰ کلونو راهیسې د کابل له حکومتونو سره په جګړه کې دی د سولې لپاره ګران شرایط وړاندې کړي.

حکمتیار چې د امریکا حکومت د تعقیب لاندې کسانو په لېست کې دی په یوه نوي وېډیويي پیغام کې ویلي، دی عادلانه سوله غواړي خو په دې شرط چې نړېوال ځواکونه له افغانستانه ووځي او په ۲۰۱۶ کال کې انتخابات وشي.

کارپوهان د حکمتیار څرګندونې د خپل نفوذ او ځواک د ښودلو یوه هڅه بولي. ده ورته غوښتنې له دې مخکې هم کړي خو عملي کېدل یې د څارونکو په نظر ګران او ان ناممکن ښکاري.

حکمتیار په دې وېډیو کې وايي، سوله ممکنه ده او جګړه بندېدای شي خو په هغه صورت کې چې اشغال پای ته ورسېږي، نړېوال ځواکونه له افغانستانه ووځي او افغانانو ته دا حق ورکړل شي چې خپل برخلیک او خپل حکومت په خپله خوښه غوره کړي.

که څه هم حزب ته نږدې سرچینې وايي چې حکمتیار په افغانستان کې دی خو د اسوشیټېډ پرېس په وینا د ده وروستۍ وډیو چې یوه کاپي یې دې اژانس په روانه اوونۍ کې ترلاسه کړې د پاکستان په کوم نامعلوم ځای کې ثبت شوې ده.

حکمتیار د پخواني شوروي پر ضد د جهاد د پیل له مخکښانو څخه و او ان له هغه مخکې د مرحوم محمد داود خان د ولسمشرۍ په دوره کې له افغانستانه پاکستان ته تللی و او د اویایمي هجري لسیزې په پیل کې په کابل کې د مجاهدینو د حکومت د صدراعظم په توګه له کار پرته په خپل ټول سیاسي عمر کې د کابل د حکومتونو مخالف پاتې شوی دی.

حکمتیار په خپل وېډیويي پيغام کې ویلي چې که د کابل حکومت او امریکايان سوله غواړي نو د ده طرح د حل یوازینۍ لاره ده.

د سیاسي چارو کارپوه حامد میر وايي چې حکمتیار د تاریخ له بهیره څنډې ته پاتې شوی.

د میر په وینا حکمتیار هغه ضایع شوی ځواک دی چې زور یې وخت کنګل کړی.

نوموړي کارپوه اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې د شوروي اتحاد پر ضد د جهاد په دوره کې د حکمتیار له مخکښې ونډې هېڅ څوک هم انکار نه شي کولای او ځکه دی ځان د افغانستان د سولې د بهیر یو اړخ ګڼي خو میر وايي چې د حزب اسلامي مشر په بیخي بله نړۍ کې اوسېږي او د افغانستان عیني واقعیتونه نه شي لیدلای.

حزب اسلامي ته نږدې کسانو اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې حکمتیار خپل استازی مخکې کابل ته استولی و او خبرو اترو ته یې لېوالتیا ښودلې وه.

اژانس د حکمتیار د دې نږدې کس او یوه افغان مقام له قوله چې دواړه د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نومونه یې افشا شي په راپور کې لیکي چې وايي، د ده استازي له ولسمشر اشرف غني او احتمالاً د حکومت له نورو چارواکو سره هم کتلي و. د افغانستان حکومت چارواکو د دې کتنې اوازې رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG