د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

منيژه په خپلو تابلوګانو کې د افغان ښځو ژوند انځوروي


منیژه ۲۶ کلنه هنري افغان کډواله
منیژه ۲۶ کلنه هنري افغان کډواله

د منيژې هر اثر د سلګونو ښځو وضعيت بيانوي، دوى ته چانس ورکوي خپل هغه ژوند بيان کړي چې د طالبانو تر فشارونو لاندې يې درلود.

د ٢٦ کلنې افغان کډوالې منيژې هره تابلو د هغې مبارزه انځوروي چې له ١٩٩٧م کال راهیسې پيل شوې ده، هغه وخت د دې کورنۍ مجبوره شوه له کابله پاکستان ته کډه وکړي.

هغې وايي، کله چې پاکستان ته تلو طالبانو په لاره کې زموږ موټر ودراوه، زموږ د کور سامانونه يې تالاشي کړل، زموږ ټولو عکسونو ته يې اور واچاوه، ويل يې دا منع دي.

منيژې ويلي چې هغه وخت دا اته کلنه وه او په پاکستان کې د سرپناه تر پيدا کولو وروسته وتوانېده چې د لومړي ځل لپاره ښوونځي ته لاړه شي.

د منيژې په خبره په افغانستان کې تل د جګړې له کبله خوابدې وه او غوښتل يې د خپلو ليکنو په مرسته خپل درد اظهار کړي.

دغه افغانه نجلۍ وايي چې د پوهنتون د ماسټرۍ لپاره يې د فيس ورکولو توان نه درلود.

هغې وروسته هنر ته مخه کړه، ځينې تابلوګانې يې انځور کړې.

د منيژې دوه لومړۍ تابلوګانې د يوه نندارتون په دويمه ورځ خرڅې شوې، هغې ته يې دا ډاډ په برخه کړ چې خپل هنر ته ادامه ورکړي.

منيژه نن سبا پر نهو تابلوګانو کار کوي چې "د طالبانو تر فشار لاندې د افغان ښځو نا ويل شوې کيسې" نومېږي.

د پاکستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشمنرۍ استازې اندريکا راتوات (Indrika Ratwatte) وويل، کله چې د منيژې په څېر ځيني ځوان او تکړه کډوال وينم په دوى کې د افغانستان هيله بخښونکې راتلونکې راته ښکاري.

د ګڼو نورو افغان کډوالو په څېر منيژه هم ارمان لري چې يوه ورځ بېرته خپل هېواد ته ستنه شي. هلته د خپلو انځورونو نندارتون جوړ کړي او په خپل هېواد کې د خپل هنر مهارت نورو کسانو ته وروښيي.

XS
SM
MD
LG