د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

اردوغان: روسیه دې له اور سره لوبه نه کوي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د خپلو پلویانو غونډې ته په وینا کې روسیې ته خبرداری ورکړ چې له اور سره دې لوبه نه کوي.

اردوغان په دې اړه چې د ترکیې هوايي ځواکونو د تېرې سه شنبې په ورځ د روسيې یوه جټ الوتکې وویشته وویل چې تر پېښې وروسته یې د روسیې له ولسمشره غوښتنه کړې وه چې ورسره وګوري یا خبرې ورسره وکړي؛ خو غوښتنه یې نه ده منل شوې.

اردوغان هیله څرګنده کړه چې په پاریس کې په راروانه نړېواله غونډه کې به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره وګوري.

د ترکیې ولسمشر وویل، په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم اپوزیسیون د نړېوالو له لوري په رسمیت پېژندل شوی او مشروعیت لري؛ نو پر هغوی د روسیې حملې له اور سره د لوبې کولو معنی لري.

اردوغان د خپل هېواد او روسیې ترمنځ د یوې الوتکې د سقوط د جنجال په اړه وویل چې نړېواله ټولنه دا مني چې په دې مساله کې حق د ترکیې پر خوا دی:

"هو! دا له اور سره لوبه ده چې د داعش په پلمه؛ په سوریه کې د داسې اپوزیسیون پر ضد حملې کیږي چې نړېوال مشروعیت لري. ټوله نړۍ دا مني چې د الوتکې په مساله کې انقره برحق موقف لري.

نو که چېرې روسیه له دې پېښې د پلمې په توګه کار اخلي او پر موږ د نه منلو وړ تورونه لګوي او په روسیه کې زموږ له وګړو سره بد چلند کوي؛ له اور سره لوبه کول دی."

د ترکیې ولسمشر همدا راز د سوریې په شمال کې د ترکیې موټرو پر یوه کاروان د روسیې د جټ الوتکو د بمبارۍ په اړه وویل:

"په غیر مسوولانه ډول، د بشري مرستو او سوداګرو پر موټرو بمي حملې له اور سره لوبې کول دي. موږ صادقانه، روسیې ته سپارښتنه کوو چې له دې اور سره دې لوبه نه کوي."

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د روسیې د جنګي الوتکې تر ویشتلو وروسته یې ولسمشر پوټین سره د خبرو هڅه کړې؛ خو نه دی بریالی شوی او هیله یې څرګنده کړه چې د پاریس په نړېوال کنفرانس کې به ورسره وګوري.

له بله پلوه، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف پرون (جمعه) وویل چې حکومت یې د تروریزم پر ضد د مبارزې او په سوریه کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره د انقرې پر نیت شک لري.

لاوروف پرون په مسکو کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه غونډه کې وویل:

"د روسیې رهبري پرېکړه وکړه چې د ترکیې خلکو ته د ویزو ازاد سیسټم بند کړي. د نوي کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې به د ترکیې او روسې ترمنځ د ازاد تګ - راتګ موافقه لغوه وي."

د ترکیې پر هوايي حریم د روسیې د جټ الوتکې تر ویشتل کېدو وروسته؛ د مسکو او انقرې اړیکې د خرابېدو په حال کې دي. امریکا او یو شمېر غربي هېوادونو د ترکیې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې انقره د خپل ځان د دفاع حق لري.

XS
SM
MD
LG