د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

په شمال کې ۱۴۰زره بزګرو ته د با ارزښته کښت په برخه کې زده کړې ورکول کیږي


د USAID یا د امریکا متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې د مرستو رسولو د پروژې مسوولین وايي چې د افغانستان شمال زون په شپږو ولایتونو کې د با ارزښته زراعتي کښت د دود په برخه کې د څه باندې۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت زراعتي پراختیايي پروګرامونه پلي کوي.

د USAID دفتر د زراعتي پروژو د څانګې مشر محمد سردار اصف په خبره؛ دا پروژې به د پنځو کلونو په ترځ کې پلي شي او څه باندې 140 زره کروندګر او مالداران به ترې ګټه پورته کړي.

په افغانستان کې د USAID یا د امریکا متحده ایالاتو د پراختیايي موسیسې د زراعتي څانګې مسوولین وايي چې د شمال او شمال ختیځ زونونو په مختلفو سیمو کې د با ارزښته زراعتي کښت د ودې او دود په برخه کې د۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پراختیايي پروژې پلي کوي.

د USAID د زراعتي پروژو د څانګې مشر محمد سردار اصف وايي چې د کرنې په برخه کې دا انکشافي پروژې به په کندز، بغلان، سمنګان، بدخشان، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د کروندګرو او مالدارانو لپاره پلي شي.

اصف وویل چې دا پروژې به د زراعتي با ارزښته کښت د ترویج په برخه کې؛ د بڼوالۍ، مالدارۍ او کروندګرو ته د ښه کار کولو د شرایطو د مساعد کولو په برخه کې عملي شي.

ښاغلي اصف د یادې پروژې د ټولیز لګښت په اړه داسې وویل:

"په ټولیز ډول یاده پروژه د پینځو کلونو لپاره ده چې ۷۸ اعشاریه ۵ میلیون ډالر پرې لګښت راځي. پایله به یې دا وي چې کروندګرو او مالدارانو ته د خوراکي موادو د تامین او د ښه اقتصادي وضعیت زمینه برابره شي."

د USAID د زراعتي انکشاف د پروژې مسوولین وايي چې دا پروژه د ۲۰۱۴ کال د می میاشتې راهیسې پيل شوې او د ۲۰۱۹ کال تر می میاشتې به دوام وکړي چې په مجموعي ډول به ۱۴۰ زره بزګرو او مالدارانو ته د زراعت د ودې په برخه کې مرستې او ترینګ (ښونه) ترسره شي.

د USAID د زراعتي پروژو دې مسوول زیاته کړه چې د یادې پروژې د برخمن کېدونو څخه به ۱۵ سلنه به یې کروندګرې ښځې وي.

سردار همدارنګه وویل چې ۲۰۱ کسانو ته یې د با ارزښته زراعتي کښت په برخه کې زده کړې ورکړي؛ ترڅو په یادو ولایتونو کې د کرهنې په برخه کې بزګرانو ته عامه خدمتونه ترسره کړي.

د هغه په خبره چې دا کسان به په لېرو پرتو سیمو کې د با ارزښته کښت د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه د باغونو د جوړولو؛ د مالدارۍ د ودې او د کروندګرو او مالدارانو د اقتصادي وضعیت د ښوالي په برخه کې له دوی سره مرستې کوي.

ښاغلی سردار یې په اړه وايي:

" په تېر یوه کال کې USAID وتوانېد چې د شمال زون ۱۴ زره کروندګرو او مالدارانو ته د خوراکي توکو د تامین او ښه محصولاتو په برخه کې زده کړې ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې په اکثرو شمالي ولایتونو کې کروندګر او مالداران د زراعتي محصولاتو د کښت د انکشاف په برخه د مرستو له نشتون څخه سر ټکوي او دولت په دې برخه کې پر بې پامۍ تورنوي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG