د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکي پوځ له خوا د روسي جټ الوتکي د لوېدو له کبله خواشیني ښودلې ده؛ خو په همدې حال کې یې د ترکیې د دغه اقدام دفاع هم کړې ده.
ښاغلی اردوغان چې نن یې خپلو پلویانو ته خبري کولې؛ په سوریې کې د روسیې د فعالیتونو په اړه انتقاد وکړ.
تېره اونۍ د ترکیې او سوریې پر پوله د ترکیې پوځ په دې تور روسي جټ الوتکه وویشتله چې ګواکې د ترکیې هوایي حریم ته ننوتې وه؛ خو روسیه دغه ادعا ردوي.
ترکیې له خپلو وګړو غوښتي چې روسیې ته خپل غیر ضروري سفرونه وځنډوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چې پرون یې په مسکو کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبري کولې وویل:
"د روسیې مشرتابه پرېکړه کړې چې له ویزې پرته سفرونو هغه قواعد به ځنډوي چې اوس مهال یې له ترکیې سره لري. دا پرېکړه به د ۲۰۱۶ کال د جنوري له لومړۍ نیټې څخه عملي شي."
لاوروف دغه راز ترکیه تورنه کړه چې د ټروریزم په یوه مجرا بدله شوې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي؛ مسکو د تروریزم د له منځه وړلو په برخه کې د انقرې د واقعي ژمنو او اهدافو په اړه ډیرې پوښتني لري.
د لاوروف دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د روسیې د استازو جرګې یا دوما ویلي؛ هېواد یې د نړېوالوقوانینو له مخې حق لري چې د ترکیې د تیرې اونۍ اقدام ته پوځي ځواب ووایي.
دا خبره د روسیې د استازو مجلس یا دوما ویاند تېره ورځ بخارست ته د سفر پر مهال کړې ده.
سرګي ناریشکین یوه رومانیایې ټلویزیون ته ویلي؛ د ترکیې له خوا د روسي جټ الوتکي ویشتل یو جرم دی او د عاملینو د سزا غوښتنه یې کړې ده.
"هغه کسان چې دا عمل یې ترسره کړی ځانګړي نومونه لري؛ هغه باید وښودل شي او سزا وویني. په همدې حال کې، البته چې د روسیې له خوا به دې کړنې ته ځواب ورکول کیږي. روسیه د نړېوالو قوانینو سره سم حق لري چې پوځي ځواب ووایي."
نوموړي د ترکیې دغه اقدام د روسیې د پوځي کارکوونکو د قتل لپاره له وړاندې پلان شوی عمل وباله.
تر دې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان روسیې ته خبرداری ورکړی و چې له اور سره دې لوبي نه کوي.