د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

بېدار: د وسله والو مخالفینو په لیکو د ماشومانو شتون د اندېښنې وړ دی


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یوځل بیا د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د کم عمره هلکانو پرموجودیت باندې اندېښنه وښوده.

دا اندېښنه په داسې حال کې ښودل کیږي چې په په دې وروستیو کې په فاریاب کې یو ماشوم امنیتي ځواکونو نیولی چې غوښتل یې انتحاري حمله وکړي.

که څه هم طالبان په خپلو لیکو کې د وړو هلکانو موجودیت ردوي؛ خو افغان چارواکي وایي، طالبان د جګړو په لیکو کې له ماشومانو کار اخلي.

افغان ماشومان په هېواد کې دننه پر ګڼو نورو ستونزو سربېره د جګړو قربانیان هم دي او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې وسله وال مخالفین په خپلو لیکو کې له ماشومانو ګټه اخلي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د وسله والو طالبانو په لیکو کې د کم عمره هلکانو پر شتون اندېښنه ښيي او هیله کوي چې وسله واله مخالفین دې د بشري حقونو نړېوال اصول مراعات او له دې کاره دې ډډه وکړي.

د دې کمېسیون ویاند رفیع اله بېدار د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د جینوا کنوانسیون حکم کوي چې د دولتونو مخالفې غاړې هم مجبورې دي چې د جنګ قوانین مراعات کړي. دا هم په کې راغلي چې په نښتو کې دې له ماشومانو ګټه نه پورته کیږي. دا کار د اسلام او مدني قوانینو خلاف عمل دی.

موږ وایو هېڅ اجازه نشته چې د ماشومانو څخه په جنګونو کې کار واخیستل شي."

ښاغلي بېدار وویل، په دې اړه یې له مخالفینو څخه بیا ــ بیا هیله کړې؛ خو په خواښینۍ سره چې اوس هم د هغوی په لیکو کې له کم عمره هلکانو څخه کار اخیستل کیږي.

ښاغلي بېدار دا هم وویل، د بشري حقونو نړېوال سازمان کم عمره ماشومان له جنګ؛ شاقه کارونو، زور زیاتي او داسې نورو غیر قانوني کارونو څخه منع کړي او صلاحیت لرونکو خواوو ته سپارښتنه کوي چې د ماشومانو د ښې راتلونکې په خاطر دې؛ هغوی ته د زده کړو، روغتیا، کار او سالم فعالیت زمینې برابرې کړي.

د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د کم عمره ماشومانو د موجودیت په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کیږي چې د شنبې په ورځ په فاریاب ولایت کې امنیتي ځواکونو هغه ماشوم ونیو چې د انتحاري حملې هوډ یې کړی و.

په ورته وخت کې د بدخشان د ولایتي شورا مشر بشیر صمیم وایي چې دوی هم د وسله والو مخالفینو په لیکو کې؛ د کم عمره هلکانو د موجودیت شاهدان دي:

"د بدخشان ولایت په ځینو سیمو کې د طالبانو په صفونو کې ۱۸ کلن او له دې څخه کم عمره هلکان لیدل شوي چې د حکومت پرضد جنګ کوي؛ مخالفین د دوی له پاکو احساساتو ناوړه ګټه پورته کوی."

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بېدار هم ازادي راډیو سره په خبرو کې تائید کړه چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د طالبانو په لیکو کې له ۱۸ کلنو څخه کم عمره هلکان موجود دي.

پخوا تردې د بشر د حقونو پر خپلواک کمېسیون سربېره؛ ګڼو مدني ټولنو پر حکومت او مخالفینو انتقادونه کړي چې دواړه لوري په نښتو کې له کم عمره هلکانو څخه کار اخلي.

په دې اړه افغان امنیتي مسوولین وايي؛ د امنیتي ځواکو نو له لیکو یې کم عمره هلکان ایستلي دي.

خو وسله والو طالبانو په یوه پیغام کې ویلي چې د دوی په لایحه کې له شلو کلنو څخه کم عمره نه شته؛ ځکه چې له یوې خوا د شرعیت خلاف کار دی او له بلې خوا کم عمره هلکان هدف ته نه شي رسېدلی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG