د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

ولسمشر غني به په پاریس کې له نواز شریف سره وګوري


په پام کې ده چې ولسمشر اشرف غني نن په پاریس کې د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره کتنه وکړي.

دا کتنه په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د طالبانو د پخواني مشر د مړینې د خبر له اعلانیدو وروسته تر پخوا زیات ساړه شوي دي.

ولسمشر غني چې د یوه شپږ ورځني سفر په مخه اروپا ته تللی، نن به همدا راز د اقلیم د بدلون نړېوال کنفرانس ته هم وینا وکړي او بیا به ایټالیا او له هغه وروسته جرمني او سویډن ته هم ولاړ شي.

په پام کې ده چې ولسمشر غني اروپا ته د شپږ ورځني رسمي سفر په پیل کې په پاریس کې د پاکستان او بریتانیا له صدراعظمانو سره کتنه وکړي.

د راپورونو له مخې ولسمشر غني د نواز شریف دا غوښتنه چې په پاریس کې د اقلیمي بدلون د نړېوال کنفرانس په حاشیه کې ورسره وګوري پرون ومنله.

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام اباد په اړیکو کې کړکیچ زیات شوی افغان ولسمشر مخکې ټینګار کاوه چې نه غواړي د پاکستان له صدراعظم سره وګوري.

خو په سیاسي چارو کې د ولسمشر سلاکار پرون ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي غني د پښتونخوا او کوټې د هغو سیاستوالو چې کابل ته تللي وو، غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه او له نوازشریف سره کتنه یې ومنله.

د دې پلاوي یو غړی د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان وايي، د پاکستان له صدراعظم سره تر خبرو وروسته کابل ته ولاړ او له افغان ولسمشر سره یې وکتل.

ولي خان د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې ولسمشرغني د پاریس د غونډې غوښتنه ومنله:

"له میا نوازشریف سره ملاقات ته چې ولاړم، نو ورته ومې ویل چې ستاسو او افغانستان ترمنځ دروازې خو بیخي بندې دي.

هغه وویل چې که تاسو ورته ویلای شئ چې پاریس ته راشي، ځکه هغه ویلي چې پاریس ته نه ځم. هغه ویل چې موږ او نورو هېوادو له سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو ډیرې هڅې وکړې خو هغه یې نه مني. خو چې موږ کابل ته ولاړو نو ما ولسمشرغني ته د میاصاحب دا خبر وکړه او موږ هم ورته وویل چې له مذاکراتو پرته د دې مسئلې حل نشته نو دا دروازې بیخي مه بندوئ.

نو ښه شول چې موږ ورغلو، خبره مو ورسره وکړه نو نن ولاړ پاریس ته."

ټاکل شوې چې ولسمشر غني به په درې اړخیزه غونډه کې له ګډون وروسته په پاریس کې د اقلیمي بدلونونو نړېوالې غونډې ته هم وینا وکړي او بیا به د فرانسې له ولسمشر فرانسوااولانډ سره وګوري.

د پلان له مخې افغان ولسمشر به نن ناوخته ایټالیا ته ولاړ شي او د هغه هېواد له مشرانو سره به د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړي کولو په اړه خبرې وکړي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي څانګې په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ ویلي چې ښاغلی غني به سبا سې شنبې جرمني ته ولاړ شي او د هغه هېواد له ولسمشر او صدراعظمې سره به کتنه وکړي.

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر به په هغه غونډه کې هم ګډون وکړي چې د افغانستان او جرمني د سیاسي اړیکو د سلمې کلیزې په ویاړ جوړیږي.

اشرف غني به اروپا ته د سفر په وروستۍ برخه کې سویډن ته ولاړ شي.

افغان ولسمشر به له سویډني چارواکو سره-سره پر لیدنو کتنو سربیره د پلازمینې ستاکهولم د ټکنالوژۍ په شاهي انسټیټیوټ کې هم وینا وکړي.

پردې سربیره ټاکل شوې چې د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان او سویډن ترمنځ په پرمختیايي برخو کې د همکاریو موافقه هم لاسلیک شي.

ویل کيږي چې د سویډن او جرمني له مشرانو سره د افغان ولسمشر د خبرو مهمه برخه به د هغو افغانانو د ستونزې په اړه بحثونه وي چې په دې وروستیو کې دې دوو هیوادونو ته کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG