د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

چین په کابل کې د تخنیکي او حرفه یی زده کړو انسټېټیوټ جوړوي


چین د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د تخنیکي او حرفه یې زده‎کړو د یوه انسټېټیوټ د جوړولو مرسته وکړه.

که څه هم په افغانستان کې د مسلکي او حرفه یې زده کړو له کیفیت څخه شکایتونه کېږي، خو د پوهنې وزارت وايي په کابل کې به د تخنیکي او حرفه یې زده کړو د یو انسټېټیوټ له جوړولو سره، سلګونو زده کوونکو ته د مسلکي زده کړو اسانیتاوې برابرې شي.

دغه انسټېټیوټ د چین په همکارۍ جوړېږي چې هوکړه لیک یې د دوشنبې په ورځ د پوهنې د وزارت او د چینایي انجینرانو د یوه ګروپ تر منځ لاسلیک شو.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وویل، په دغه انستیتوت کې به څه کم دوه زره زده کوونکو ته د تخنیک او حرفه یې زده کړو اسانیتاوې برابرې او د مسلکي زده کړو کیفیت به هم لوړشی.

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

"کومه سیمه کې چې دا ودانۍ جوړېږي، د کابل د ثانوي تخنیک سیمه ده، مساحت یې ۱۵ زره متره مربع دی. ۶۵ درسي صنفونه به ولري او یو زرو ۷۲۰ نارینه او ښځینه زده کوونکو ته به په کې د مسلکي او حرفه یې زده کړو اسانیتاوې برابرې شي."

ښاغلي بلخي وویل په دې انسټېټیوټ کې د نارینه او ښځینه زده کوونکو لپاره جلا جلا لیلیې، د کنفرانس خونه، د کمپوټر سالون، دفترونه او داسې نور ضروري موارد په پام کې نیول شوي دي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې پر دې انسټېټیوټ به د چین له خوا څه کم ۳۵ میلیونه ډالر ولګېږي او د جوړولو کار به یې، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پیل او په دوه کلونو کې به سرته ورسېږي.

د چین د انجینیرانو د ګروپ په استازیتوب «چین هوګ» وویل، دا د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د چین د جاري مرستو یوه برخه ده او هیله ده چې د دې انسټېټیوټ له ودانولو سره به، د افغان زده کوونکو ستونزې کمې شي.

ښاغلي چین هوګ وویل:

"زموږ هیله داده چې هر څومره ژر امکان ولري دغه پروژه بشپړه او ګڼ شمېر محصلین ځینې ګټه واخلي. موږ له افغانستان سره مرستو ته ژمن یو. د افغانستان او چین د لادوستۍ په هیله."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډېری ځوانان د مسلکي او حرفه یې زده کړو د کموالي له امله، د هېواد او بهرنیو هېوادونو په مارکېټونو کې کار نه شي موندلی.

سربېره پر دې، هغه ځوانان چې په پوهنتونونو کې له لوړو زده کړو پاتې شوي هیله کوي چې د مسلکې او حرفه زده کړو تحصیلې مرکزونه دې، د هېواد په ولایتونو کې هم جوړشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG